د کابل او واشنگټن ستراتيژيېکي همکاري

د اوږدې مودې امنيتي تړون په اړه امريکايي او افغان چارواکي په ډيرېدونکو ډول سختو پټو خبرو کې ښکيل دي. که دا تړون کيږي ترمخه ېې امکان دى چې امريکايي ځواکونه، جاسوسان او هوايي ځواک به یې تر څو لسيزو افغانستان کې پاتې کيږي.

له لندنه خپرېدونکې ورځپانې گارډين په يوې تازه ليکنې کې ښکلي که څه هم د ستراتيژيکې ملگرتيا لپاره دا خبرې له يوې مياشت نه زيات وخت څخه رواندې خو پټې ساتل شوي دي.

سره ددې چې پۀ واشنگټن او نورو هغه هېوادو کې چې افغانستان ته يې ځواکونه ليږلي د پوځيانو د راويستلو د پروسې په تندولو د خلکو ترمنځ بحثونه روان دي، د کابل او واشنگټن ترمنځ هر ډول احتمالي تړون په نتيجه کې به ٢٠١٤ کال نه اخوا هم امريکاي پوځيان دې هېواد کې مرکزونه ولري.

د ورځپاڼې په ليکنه که څه هم چې د امريکا د بهرنېو چارو وزيرې، هيلري کلنټن، په دى وروستېو کې منلې چې واشنگټن افغانستان کې "دايمي" اډې نۀ غواړي، خو د هغې له خوا کارولو شو جملو څخه نور احتمالي ترتيبات مخې ته راتلى شي.

د ناټو چارواکي وايي برتانوي ځواکونه به هم د ٢٠١٤ کاله نه اخوا افغانستان کې وي، خو ډير کار به ېې روزنه وي. د گارډين په ليکنه هغوي به "جگړيز ځواک" نه وي، خو دا په دې معنى نه ده چې هغوي به جگړې کې برخه نۀ اخلي. د ناټو جيگپوړي چارواکي دغه راز ددې وړاندوينه کوي چې افغانستان کې به بغاوت ٢٠١٤ کال نه اخوا هم روانه وي.

د گارډين په ليکنه په پام کې ده چې امريکا به لږ ترلږه پنځه اډې ولري. دا اډې چې د نړۍ يو تر ټولو بې ثباتې سيمې کې او د پاکستان، ايران چين او منځنۍ اسيا سره په پولې کې به رامنځ ته کيږي امريکا لپاره به بې نظيره ستراتيژيکه شتمني وي.

د امريکا او افغانستان ترمنځ په ستراتيژيکه خبرو د سېمې او د سيمې نه دباندې قدرتونه اندېښمن دي. د روسېې او هندوستان په اړه معلومه شوې ده چې سيمه کې د امريکا د اوږدې مودې شتون په اړه ېې خپلې اندېښنې واشنگټن سره شريکي کړي دي. چېن چې افغانستان کې ېې له اقتصادي ښکيلتيا پرته هر ډول مداخلې نه ځان په سختۍ سره لرې ساتلى دى هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

ورځپاڼه وړاندې ليکي چې د روانې مياشتې په پاى کې به امريکايي مرکچيان بيا کابل ته ځي . افغان حکومت د ستراتيژيکه همکارۍ په اړه د امريکا لومړنۍ مسوده په بشپړه توگه رد کړې وه، افغان لوري اوس خپله مسوده امريکايانو ته سپارلې، يوه افغان چارواکي د گارډين ورځپاڼې ته ويلي دي چې د امريکا مسوده پۀ " مبهم ډول جوړه شوې وه".

د ورځپانې ترمخه افغان مرکچيان يوه ډيره نازکه لوبه کوي، خو ولسمشر کرزى او جيگپوړي چارواکي گاونډيانو څخه د افغانستان خوندي کولو لپاره د امريکايانو شتون او پراخه ستراتيژيکه ملگرتيا اړينه بولي.

گارډين په دې خبرو کې دشامل يو افغان مرکچي، ډاکټر اشرف غني احمدزي له خلې ليکلي چې " په اصلي مسلو تفاهم شوى" خو لوى اختلافونه لا په ځاى دى . د اختلاف يو ټکى دا دى چې ايا امريکايان به افغان هوايي ځواک ته تجهيزات ورکوي. د کرزي په اړه ويل شوي چې د بشپړه مجهزه جنگي الوتکو غوښتنه ېې کړې ده ، خو امريکا دا خبره د لگښت او د سيمې د بې ثباته کېدو د اندېښنې له امله رد کړې ده. د اختلاف بله موضوع افغانستان څخه نورو هېوادو کې د امريکايي ځواکونو عمليات دي ، چې يوه بيلگه ېې د مې مياشت کې پاکستان کې د امريکايي ځواکونو لخواد القاعدې د مشر، اسامه بن لادن، وژل دي. د ستراتيژيکه ملگرتيا په اړه د افغان پلاوي مشر ډاکتر رنگين دادفر سپنتا له خلې ورځپاڼې ليکلي دي چې "مونږ به کله هم ددې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي".

دريمه اختلافي مسله دا ده چې افغانستان کې دېره امريکايي پوځيان به د کوم قانون لاندې راځي. افغان لورى غواړي چې بهرني پوځيان بايد افغان قانون ته تابع وي او هم د هغوي د گومارلو وروستى واک هم دوى سره وي.

دغه راز دواړه لوري د خبرو د جريان د چټکتيا په اړه هم يو نظر نلري. امريکايان غواړي چې د ولسمشر اوباما لخوا د پوځيانو د راويستلو دلړۍ د پيل له اعلان وړاندې په دې لړ کې موافقه لاسليک شي، خو افغان لورى وايي چې "دومره چټکۍ سره دا کار امکان نلري". د گارډين په ليکنه په دې اړه هم اندېښنې شته دى چې په ستراتيژيکه همکارۍ د خبرو بشپړېدلکېدى شي د جگړې د ختمولو لپاره طالبانو سره د خبرو هڅو سره هم ټکر کې راشي.