امريکايي جنرالان: امريکا له طالبانو سره د روغې خبرې کوي

رابرټ ګېټس د انځور حقوق AP
Image caption دا ددغه امريکايي جنرال وروستۍ مرکه وه چې د روانې ميلادي مياشتې په پای کې د افغانستان له جنګه بې غمه کېږي او پرکور کښېني.

د دفاع وزير رابرټ ګېټس له سي اين اين ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره د سولې خبرې رواني دي.

له نوموړي وپوښتل شول، چې امريکا له طالبانو سره مخامخ د روغې خبرې کوي؟ ویې ویل چې ''يوازې امريکا نه، څو نور هېوادونه هم دي ټوله زور وهو چې که د روغې خبرې ورسره وکړو.''

جنرال ګېټس دا هم وویل چې له طالبانو سره د روغې د خبرو معنا نو دا نه ده چې موږ جنګ نه ورسره کوو.

له رابرټ ګېټس يې دا هم وپوښتل چې له طالبانو سره خبرې خوند ورکوي چې د پوښتونکي په قول دا هغه خلک دي چې د نيويارک د بريد کوونکو ساتنه او ملاتړ يې کاوه. په ځواب کې يې ورته ويل چې په عراق کې امريکايي لښکرو له هغو جنګياليو سره خبرې ختمې کړې چې امريکايان يې وژلي ول.

د امريکا ددفاع وزير دا خبره په وازه خوله منله چې د افغانستان جنګ په امريکايانو کې زړه ټکولی دی. خو دی پردې خبره هم ټينګ و، چې دده په قول هغه سيمې چې امريکايي لښکرو په کندهار او هلمند کې له طالبانو څخه لاندې کړي دي نورې هم ښې وساتل شي.

رانوې مياشت امريکايي سرکار د افغانستان له جنګه د لښکرو را ايستنګ پيلوي. وايي چې په دا دو- درو شپو کې به يې ولسمشر اوباما هم اعلان ورته وکړي چې په لومړي پړاو کې د افغانستان له جنګ څومره ځواکونه راپرشا کوي.

د انځور حقوق b

خو وايي چې د امريکايي جنرالانو د افغانستان له جنګه په يوه پلا د ډېرو عسکرو را ايستنګ نه خوښېږي دوی وايي چې عسکر دې وار په وار او کرار کرار ترې را پر شا کړي.

وايي چې دا ددغه امريکايي جنرال وروستۍ مرکه وه چې د روانې ميلادي مياشتې په پای کې د افغانستان له جنګه بې غمه کېږي او پرکور کښېني.

د ويلو وړ ده چې د سپينې ماڼۍ واکمنو له طالبانو سره د روغې خبره په داسې وخت کې اعلان کړه چې مازې څو شپې د مخه په نيويارک کې د امنيت په شورا کې يې امريکايي استازي ددې خبرې ملاتړ وکړ چې له تور ليست څخه د طالبانو نومونه ايسته کړل شي او د القاعدې او طالبانو د بنديزونو کمېټې سره بېلې شي.

ورته مطالب