د نړۍ پنځمه برخه کډوال افغانان دي

Image caption پۀ پاکستان کې نزدې دوه ميلونه افغان کډوال ژوند کوي

د ملګرو ملتو د کډوالو اداره وايي په نړۍ کې د کډوالو او بې ځایه شویو خلکو شمېر مخ په ډېرېدو دی. د دغې ادارې په ریپوټ کې راغلي چې په ٢٠١٠ کال کې په ټوله نړۍ کې نژدې ۴۴ میلیونه خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د نړۍ د کډوالو یوه په دریمه برخه فلسطینیان دي چې ټول شمېر یې نژدې پنځو ملیونو ته رسیږي. ډېرو ېې ټول عمر په ګاونډیو هېوادو کې ژوند کړي.

په همدې ترڅ کې افغانان په نړۍ د کډوالو پنځمه برخه جوړوي چې شمېر یې ۳ میلیونو ته رسیږي او ورپسې عراقیان دي چې شمېر یې ۱ اعشاریه ۶ ملیونه دی. له ملګرو ملتو سره نژدې ١٥ نیم میلیونه خلک په رسمي توګه د مهاجرو په توګه ثبت شوي دي.

په خپلو هېوادو کې دننه د بې ځایه شویو خلکو شمېر شاو خوا ۲۷ نیم ملیونو ته رسیدلی دی. دا په ١٠ کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. په ریپوټ کې راغلي چې افغانان او عراقیان د هغو مهاجرو نیمايي جوړي چې د ملګرو ملتو د کډوالو اداره یې مسولیت لري. پاکستان چې یو عشاریه ۹ میلیونه مهاجر پکې پراته دي په نړۍ د کډوالو تر ټولو لوی کوربه هیواد دی چې ورپسې ایران راځي چې یو عشاریه یوملیون کډوال لري.

د کډوالو اداره وايي د نړۍ د کډوالو پېټی تر ډېره د مخې پر ودې هېوادو پر اوږو دی. کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د ادارې مشر، انتونیو ګیوترېس، وايي لویدېځ هیوادونه ډېری وخت پر دوی باندې د هغو ستونزو د اغېزو په برخه کې مبالغه کوي چې د مهاجرت له امله رامنځته شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption افغان کډوال کوچنيان

"زه فکر کوم دا خبره باید ومنو چې به هغه بحث کې چې په شمالي افریقا کې د کړکیچ له امله اروپا ته د کډوالو د راماتیدو په اړه کیږي یوه څه زیاتی کیږي او له واقعیت سره سمون نه لري. په حقیقت کې د هغو خلکو لوی اکثریت چې موږ یې وینو له خپلو کورونو بې ځایه کیږي اروپا ته نه راځي."

د کډوالو اداره وايي که کډوال په هغو کوربه هېوادو کې چې ورغلي یا په نورو هېوادو کې په سمه توګه مېشت نه شي او په ټولنه کې ورګډ نه شي، نو د ټول عمر لپاره به کړاونو سره مخامخ وي.