افغانستان د طبيعي پېښو مرستې ته د زکات صندوق جوړوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلی نیازی
Image caption د حج او اوقافو وزیر وايي چې د سیمې او نړۍ یو شمېر مسلمان هېوادونه د زکات د صندوق له لارې په کال کې میلیونونه ډالر ترلاسه کوي .

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي د طبیعي پېښو زیانمنېدونکواو بې وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره د زکات ټولولو یو صندوق جوړوي .

وزارت وايي ملي پانه ګوال، سوداګر او عادي وګړي به له کوم فشار پرته وهڅول شي چې صندوق ته خپل د زکات پيسې ولېږدوي .

د چارواکو په خبره د سيمې او نړۍ یو شمېر مسلمان هېوادونه له دغې لیارې په کال کې ميلیونونه ډالره ترلاسه کوي او تمه ښيي چې دغه کار به په افغانستان کې هم ښه نتیجه ورکړي .

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر یوسف نیازی په کابل کې زموږ همکار جعفرهاند ته د یوې لنډې مرکې په سر کې د جوړېدونکي صندوق په تړاو معلومات ورکوي .