افغانستان ایران کې د ناقانونه کډوالو غم خوري

جماهیر انوري
Image caption د کډوالو چارو وزیر وايي په ایران کې مېشت کډوال به په تدريجي ډول افغانستان ته ستانه شي او بېرته تلونکو ته به قانوني پاسپورټونه ورکړل شي .

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي د هغو یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان کډوالو چې په ناقانونه توګه په ایران کې مېشت دي، د قانوني کولو لارې چارې پيل کړي دي.

د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري بي بي سي ته وویل چې دغه کډوال به په تدریجي ډول افغانستان ته ستانه شي او بیا به هغه کسان چې بېرته ایران ته تلل غواړي، افغان حکومت به د قانوني پاسپورټونو په جوړولو کې مرسته ورسره وکړي او په ایران کې به هغوی د کار جواز تر لاسه کړي .

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي ددې بهیر لپاره چې د روان لمریز کال د زمري په میاشت کې پیلېږي، پوره چمتووالی لري .

په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د چارو د ارزولو پرېکړه د افغانستان او ایران د چارواکو ترمنځ په تفاهم شوې ده .

د ایران د سرشمېرنې له مخې، اوس مهال په ایران کې څه باندي دوه میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې یو میلیون او څلور سوه زره افغانان د اوسېدو قانوني جواز نه لري او پاتې نور یې راجستر شوي دي .

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي ایران پتېیلې چې دغو ناقانونه کډوالو ته به د وتلو قانوني سند ورکوي چې وکولای شي پرته له کومې ستونزې خپل هېواد ته ستانه شي .

د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري بي بي سي ته وویل ددغو کډوالو د بېرته راتګ بهیر به په تدریجي ډول د زمري له میاشتې پیل شي او په وینا یې دوی یې راتګ ته چمتووالی لري :

د کار ویزې

''موږ دوی ته چمتووالی لرو او په سرحد کې لازم تدابیر نیول شوي، د کډوالو اړوندې ادارې له موږ سره همکاري کوي، که دوی وغواړي، چې بېرته ایران ته ولاړ شي، د کورنیو چارو وزارت به پاسپورتونه ورکړي، چې د ایران سفارت/کونسلګري به ددرو میاشتو کاري ویزه ورکوي او درې میاشتې نوره به په ایران کې تمدېږېږي .''

ښاغلی انوري وایي د همدغو سندونو له مخې دوی کولای شي په سمه توګه په ایران کې د افغانانو له حقونو دفاع وکړي .

Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي افغانان په نړۍ د کډوالو پنځمه برخه جوړوي چې شمېر یې درېیو میلیونو ته رسېږي .

دغه ډول سندونه به لومړی هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په خپله خوښه هېواد ته بېرته ستنېږي . تر دې وړاندې هغه افغانان چې په ایران کې راجستر شوي، د ایران دولت له لوري ځینې اسانتیاوې لکه روغتیایي بیمه، په ایراني ښوونځیو کې د افغان ماشومانو زده کړه، یوه کال ته د ویزو تمدېدول او هم د سیاحتي ویزو ورکول، ورکړل شوي دي.

خو تر څنګ یې ډېر ځلې داسې راپورونه خپاره شوي چې د ایران د دولت او خلکو له خوا له افغان کډوالو سره ناسم چلند کېږي او له هغه هېواده شړل شوي دي .

خو افغان حکومت وایي په دې وروستیو کې یې له ایراني چارواکو سره د لیدو پرمهال ترډېره ددغسې ستونزو مخه نیولې ده .

ورته مطالب