په ۸ کالو کې پنځه میلیونه افغانان هېواد ته ستانۀ شوي

افغان کډوال
Image caption ملګري ملتونه د ژوند د یو شمېر نورو اسانتیاوو پر برابرولو سربېره له هر راستنېدونکي سره د ۱۵۰ ډالرو نغدي مرسته هم کوي .

افغان حکومت او ملګري ملتونه وايي په تېرو شاوخوا اتو کلونو کې څه باندې پنځه ميلیونه بهر مېشتي افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي .

چارواکي وايي یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستان او ایران نه ۲۸زره افغانان بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي .

نن (دوشنبه) د ۲۰۱۱ کال د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ بلل کېږي.

افغانستان چې په نړۍ کې مېشت ډېر کډوال لري، له ملګرو ملتونو سره یوځای دغه ورځ په کابل کې له یوشمېر تازه راستنو شوو سره په لیدو کاتو او د هغوو د ستونزو او شکایتونو په اورېدو ولمانځله .

افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي معمولاً د ورځې شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته راستنېږي .

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، بېرته ستنېدونکو ته یې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶۰ مېنې جوړې کړي چې د وزارت د مرستیال عبدالصمد حامي په خبره په دغو ښارګوټو کې یوازې هغه کډوال مېشت شوي چې سرپنا نه لري:

Image caption د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې دا مهال د نړۍ په هرو لسو کډوالو کې یې درې افغانان دي چې، ټوله شمېره یې شاوخوا شپږ میلیونه کېږي .

''د اوس لپاره د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ۶۰ مېنې جوړې کړي . هر راستنېدونکی چې موږ ته په ثبوت ورسوي چې کور او کلی نه لري یوه نمره ورته ورکوي. د دې تر څنګ موږ او زموږ نور نړیوال ملګري، د ښوونځینو، کلینیکونو او سړکونو پر جوړولو سربېره نور ټولنیز خدمتونه هم هغوی ته وړاندې کوو ''.

د ملګرو ملتونو عالۍ کمېشنرۍ یو ان اچ سي آر وايي د ۲۰۱۱ کال له پېل راهیسې۲۸ زره افغانان پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي .

د دغه سازمان افغان ویاند نادر فرهاد وايي دوی بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته خپل هېواد ته د راستنیدو زمينې برابروي:

''له ۲۰۰۲ کال را پدېخوا په یو شمېر مهمو ولایتونو کې مو ۲۰۰راستانه شوو کډوالو ته کورونه او سرپناوې جوړې کړې او هغوی ته مو د څښاک د اوبو ۱۰۰۰۰ څاګانې کېندلې دي. زموږ هدف په هغوو ځایونو کې مرسته ده چې اړتیا یې لیدل کېږي''.

ملګري ملتونه د ژوند د یو شمېر نورو اسانتیاوو پر برابرولو سربېره له هر راستنېدونکي سره د ۱۵۰ ډالرو نغدي مرسته هم کوي .

Image caption د ملګرو ملتونو عالۍ کمېشنرۍ یو ان اچ سي آر وايي د ۲۰۱۱ کال له پېل راهیسې۲۸ زره افغانان پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي .

خو یو شمېر راستانه شوي کډوال بیا د افغان حکومت او ملګرو ملتونو له لورې شوې مرستې کافي نه بولي، او په دغه برخه کې د لا ډېرو ګامونو د اوچتولو غوښتونکي دي .

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې دا مهال د نړۍ په هرو لسو کډوالو کې یې درې افغانان دي چې، ټوله شمېره یې شاوخوا شپږ میلیونه کېږي .

په دوی کې لږ ترلږه درې ميلیونه یې په پاکستان او نژدې دوه ميلیونه نور یې په ایران کې ژوند کوي .

ورته مطالب