تونس: بن علي او ښځه یې په ۳۵ کلونو بند محکوم شول

قاضي تحامي الحافي د انځور حقوق Reuters
Image caption قاضي تحامي الحافي وویل، په د ناقانونه وسلو د ساتلو، نشه یي توکو او د ولسمشرۍ د قيمتي توکو په اړه به پر بن علي بله پرېکړه د روانې جون پر ۳۰مه کېږي .

د تونس محکمې ددغه هېواد د مخکني ولسمشر زین العابدین بن علي او د هغه د ښځې په اړه د ۳۵ کالو بند پرېکړه کړې ده.

محکمې همدارنګه بن علي او د هغه ښځه ۵۶ اعشاریه شپږ میلیونه ډالره له دې کبله جریمه کړي، چې په وینا یې عام مالونه یې لوټ کړي او په ناقانونه توګه یې ډېر زیات جواهر له ځانه سره وړي دي .

قاضي تحامي الحافي وویل، په د ناقانونه وسلو د ساتلو، نشه یي توکو او د ولسمشرۍ د قيمتي توکو په اړه به پر بن علي بله پرېکړه د روانې جون پر ۳۰مه کېږي .

راپورونه وايي چې د تښتېدلي ولسمشر بن علي په ماڼۍ کې دوه کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي چې ۲۷ میلیون ډالر قیمت لري.

دفاع

خو د بن علي یوه مدافع وکیلی اکرم عزوري ددغو تورونو په اړه بي بي سي ته وویل: ''باید هېر نه کړﺉ چې دغه نشه يي توکي او پیسې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بن علي تر تګ ټيک درې میاشتې وروسته موندل شوي، دا د خندا وړ تورونه دي .''

''داهم باید هېر نه کړو چې زه د '' ولسمشر بن علي'' مدافع وکیل یم. له تونسي چارواکو مې له هغه څخه ددفاع کولو غوښتنه وکړه، خو اجازه رانه کړل شوه، دا بله د خندا وړ خبره ده .''

عزوري زیاتوي: ''د محکمې دا پرېکړه د یوه مخکني صادر شوي او نافذ شوي حکم بشپړندویه ده، زه اوس په دې خوښ یم چې زما موکل لندن ته تلای شي او هېڅ محکمه به هم د هغه پرضد شوې پرېکړې ونه مني .''

Image caption بن علي ویلي له تونس څخه د خپلې کورنۍ د غړو د سلامتیا له کبله له خپلې کورنۍ سره ووت، چې په وینا یې بېرته تونس ته یې ستنېدل غوښتل، خو الوتکې بلې خوا ته یووړ .

په بیروت ک د بن علي له خولې په یوه خپره شوې وینا کې ویل شوي چې دا محاکمه په هېواد کې د نوي سياسي نظام له لوري له خپله ځانه د خلکو د پام اړولو په خاطر شوی دی، او له تونسیانو یې غوښتي چې د هغه ( بن علي) کارنامې هېرې نه کړي .

بل علي له تونس څخه له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره یوځای د تېرې جنورۍ پر ۱۴مه په هېواد کې تر دوو اوونیو تاوتریجنو لاریونونو وروسته سعودي عربستان ته وتښتېد .

نوموړي د خپل فرانسوي وکیل اکرم عزوري په مټ پرې خپل ټول لګول شوي تورونه بابیزه وبلل.

ده ویلي، له تونس څخه د خپلې کورنۍ د غړو د سلامتیا له کبله له خپلې کورنۍ سره ووت، چې په وینا یې بېرته تونس ته یې ستنېدل غوښتل، خو الوتکې بلې خوا ته یووړ .

د بن علي د تسلیمولو په اړه سعودي د تونسي چارواکو غوښتنې ته لاځواب نه دی ویلی، چې له کبله یې ځینې تونسیان نهیلي شوي دي .

ورته مطالب