په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د حج او اوقافو وزارت د زکات صندوق جوړوي

دافغانستان دارشاد،حج او اوقافو وزارت وايي د طبیعي پېښو زیانمنیدونکواو بي وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره د زکات ټولولو یو صندوق جوړوي. وزارت وايي ملي،پانګوال،سوداګر اوعادي وګړي به له کوم فشار پرته وهڅول شي چې صندوق ته خپل د زکات پېسې ولیږدوي. د چارواکو په خبره د سېمې او نړۍ یو شمېر مسلمان هېوادونه له دغې لیارې په کال کې مېلیونونه ډالره ترلاسه کوي،او تمه ښيي چې دغه کار به په افغانستان کې هم ښه نتیجه ورکړي. د ارشاد،حج اواوقافو وزیر یوسف نیازی په کابل کې زموږ همکار جعفرهاند ته د یوې لنډې مرکې په سر کې د جوړیدونکي صندوق په تړاو معلومات ورکوي: