کرزی: اقتصادي حالت او ازاد بازار بیاکتنه غواړي

حامد کرزی
Image caption ولسمشر کرزی وايي په افغانستان کې د یوې منظمې او په پرمختللو وسایلو سمبال اردو غوښتونکی دی، خو بهرنیان په دې برخه کې لازمه مرسته نه ورسره کوي

افغان ولسمشر وايي د افغانستان اقتصادي حالت، پولي سیاست، آزاد بازار او د ملي اردو جوړښت بیا کتنې ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي د ځوانانو په ملي کنفرانس کې وویل ددغو چارو د بدلون لپاره ځینې ګامونه اوچتیږي.

ولسمشر حامد کرزي د ځوانانو په ملي کنفرانس کې وویل د افغانستان د اقتصادي تګلارې په اړه یوه جدي بیا کتنه به پام کې ده. ښاغلي کرزي پر شمېر سیستمونو کلکه نیوکه وکړه او زیاتوي چې دا سیستمونه هیڅ د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي.

ښاغلی کرزی وايي هېواد یې نه شي کولای د امریکا او بریتانیا په شان له دغو سیستمونو سره جوړ شي.

ښاغلی کرزی وايي د دوی په وړاندې بله مهمه موضوع د افغانستان د ملي اردو او پولیسو راتلونکې ده، پر دې هم خبرې روانې دي چې په افغانستان کې د عسکرۍ لپاره بېرته په بشپړه توګه د مکلفیت دوره پیل شي که د داوطلبۍ او مکلفیت دورې یو ترکیب جوړ شي.

ولسمشر کرزی وايي په افغانستان کې د یوې منظمې او په پرمختللو وسایلو سمبال اردو غوښتونکی دی، خو بهرنیان په دې برخه کې لازمه مرسته نه ورسره کوي:

''امریکاییان موږ ته الوتکې راکوي خو، بمبیرک الوتکې، هغه الوتکې چې موږ بمبیرک ورته وایو، چې په خپله مخه کې یو ماشین لري، هغه چې هلکان زده کړه پرې کوي، پیلوټان چې لومړی الوتکه چلول زده کوي نو پر همدا شان الوتکو یې زده کوي، هماغه الوتکې یې د جنګي الوتکو په نوم موږ ته راکولې، خو موږ ورته وویل چې دا الوتکې نه غواړو.''

Image caption افغان ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان په بنسټیزو سیستمونو کې د بدلون خبرې کوي چې دا هر څه په اساسي قانون کې راغلي او بدلول یې ښايي دومره آسان کار نه وي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان په بنسټیزو سیستمونو کې د بدلون خبرې کوي چې دا هر څه په اساسي قانون کې راغلي او بدلول یې ښايي دومره آسان کار نه وي.

د افغانستان به اساسي قانون کې ویل شوي یوازې لویه جرګه کولای شي چې د دې قانون په برخو کې بدلون راولي.

په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون د لویې جرګې ځینو غړو د قانون له یو شمېر توکو له هغې ډلې اقتصادي سیستم او د ازاد بازار له موضوع سره مخالفت ښوده ، هغوی هغه مهال ویل دا سیستم د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی او د افغانستان د وګړو اقتصادي حالت به لا پسې بدتره کړي.

خو داسې ښکاري چې افغان حکومت اوس دغې موضوع ته متوجه شوی او غواړي وروسته تر یوې لسیزې بدلونونه پکې راولي.

ورته مطالب