اوباما پر چهارشنبه له افغانستان نه د پوځيانو ایستل اعلانوي

امریکايي پوځيان د انځور حقوق AFP
Image caption په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي .

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ (د جون ۲۲مه) له افغانستان نه د دغه هېواد ځواکونو د ولومړۍ جوپې د وتلو پرېکړه وکړي .

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي، ولسمشر د وروستۍ پرېکړې لپاره پر خپل غوراوي له سره کتنه کوي .

وروسته له هغه چې د ۲۰۰۹ په دسمبر کې ولسمشر اوباما افغانستان ته د ۳۰ زره نورو امریکايي ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه، دا مهال په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۰۰ زرو ته رسېږي .

ولسمشر اوباما ژمنه کړ چې د روان ۲۰۱۱ سر له جولای میاشتې به له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي .

خو سپينې ماڼۍ د خپلو پوځيانو د رایستلو مشخص مهال وېش نه دی اعلان کړی، خو د پنتاګان چاروکو تل ټینګار کړی، چې د سرتېرو ایستل به افغانستان کې پر ځمکني وضعیت پورې تړلي وي .

امریکايي جګپوړي پوځي چارواکي افغانستان کې په تدریجي توګه د پوځيانو د شمېر راټيټول غوره بولي، خو د ولسمشر ځینې سلاکاران په راتلونکو څو میاشتو کې د خپلو ګڼ شمېر سرتېرو پر ستنولو ټينګار کوي .

''ډېر پرمختګ''

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ ګېټس، چې د کار موده یې په يای ته رسېدو ده، په دې وروستیو کې افغانستان کې د ''ډېر پرمختګ'' خبره کړې وه .

خو ګېټس په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې وویل که چېرې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل په ''سم او منظم ډول'' ترسره نه شي، دغه ''لاسته راوړنې'' له ګواښ سره مخامخېدای شي .

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان په لس کلنه جګړه کې، چې په لړ کې یې د زیاتره وژل شوو ولسي وګړو پړه پر طالبانو اچول شوې، خو په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه ډېره شوې ده .

پر تېره یکشنبې ښاغلي ګېټس د لومړي ځل لپاره ومنله، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغاني طالبانو سره د سولې په تړاو لومړني تماسونه نیولي .

شنونکي په دې اند دي چې اوباما تر کورني سیاسي فشار لاندې دی، چې د عسکرو ایستل ګړندي کړي .

تېره اوونۍ د کانګرس شاوخوا ۲۷ دیموکراتو او جمهوریت غوښتونکو غړو اوباما ته د یوه پیغام له لارې په افغانستان کې د نوې ستراتيژۍ د غوره کولو غوښتنه وکړه .

که څه هم یو شمېر افغانان له طالبانو سره د جګړې لپاره په هېواد کې د امریکايي ځواکونو شتون ضروري بولي، خو ددغو ځواکونو د پاتې کېدو او د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د ولسي وګړو په وژل کېدو سره زیاتره افغانان دغو ځواکونو ته په بده سترګه ګوري .

د افغانستان په لس کلنه جګړه کې، چې په لړ کې یې د زیاتره وژل شوو ولسي وګړو پړه پر طالبانو اچول شوې، خو په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه ډېره شوې ده .

په دې سره د ولسمشر کرزي او د امریکا د ادارې ترمنځ اړيکي هم خړپړ شوي دي .

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي .

ورته مطالب