'که په دپلوماتیکو لارو ونه شوه، ورته ګام اخلو'

Image caption افغان پوځي چارواکي وايي چې پر کونړ د پاکستان د برید په اړه یې خپله اندېښنه د پاکستان، امريکا او افغانستان په گډه جرگه گۍ کې شريکه کړې ده .

د افغانستان ددفاع وزارت وايي هر اړخيزې ديپلواماتيکې هڅې يې پيل کړى، چې پاکستان د افغانستان پر خاوره د توپونو گوزارونو ته د پاى ټکى کېږدي، او که داسې ونه شول د افغانستان ملي پوځ او ولسونه کولاى شي چې پاکستان ته په ورته توگه ځواب ورکړي .

خو د افغانستان ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي داسې ځواب ورکول د افغانستان مېشتو بهرنيو ځواکونو چاره وبلله چې د نوموړي په وينا يې د افغان امنيتي ځواکونو تر پياوړتيا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ساتلو دنده پرغاړه اخیستې ده .

د افغانستان دفاع وزارت وايي پر ټولو سياسي او ديپلوماتيکو تگلورو يې يون کړې دى چې پاکستان د افغانستان پر خاوره له وسله والو بريدونو وگرځوي .

افغان پوځي چارواکي وايي چې په دې اړه يې خپله اندېښنه د پاکستان امريکا او افغانستان په گډه جرگه گۍ کې شريکه کړې ده .

د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل چې د افغانستان او پاکستان لويو درستيزانو هم پر دې اړه خبرې کړې دي .

ښاغلي عظيمي وويل که له دغو چينلولو خبره هواره نه شي د افغانستان ملي پوځ بلکې ان يوازې د کونړ ولسونه کولاى شي چې پاکستان ته ورته ځواب ورکړي نوموړي وويل چې ملي پوځ په دې برخه کې د هېواد د سياسي مشرانو پرېکړې ته سترگې پر لاره دى .

خو ښاغلي عظيمي وويل چې په دې برخه کې لوى مسؤوليت د افغانستان مېشتو بهرنيو ځواکونو پر غاړه دى ځکه چې ددغه هېواد د امنيتي ځواکونو تر پياوړتيا يې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ساتلو دنده پر غاړه اخیستې ده :

''په اصل کې له نړیوالو ځواکونو سره تړون شوی، تر هغه چې امنيتي ځواکونه د خپلې خاورې ددفاع جوګه شوي نه وي، دوی دنده لري چې د افغانستان له حریم نه دفاع وکړي . ''

پاکستان شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کونړ ولايت پر سرکاڼو، دانگام، شيگل، ناړۍ او اسمار ولسواليو او ځينو نورو سيمو ړانده توغنديز او توپچي گوزارونه پيل کړي دي، چې تر دې مهاله يې تر ۲۰ ډېرو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده .

Image caption پاکستان د شاوخوا دوو اوونيو راهيسې د افغانستان پر کونړ ولايت د توپونو گوزارونه پيل کړي دي چې په ترڅ کې يې ۲۰ ولسي وگړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

د کونړ سيمه یيز چارواکي وايي چې د پاکستاني ځواکونو د بريدونو له کبله د نښه شويو سيمو لسگونه کورنۍ د خپلو کليو او کورونو پرېښودلو ته اړ وتې دي .

تر دې مخکې د کونړ پر پوله پر پاکستاني ځواکونو بريد شوى و او مرگ ژوبله يې ورته اړولې وه، هغه مهال پاکستان تور لگولى و چې بريدگر له کونړه ور اوښتي وو، خو افغان چارواکو دا تورونه بې بنسټه بللي وو .

ورته مطالب