د امريکايي عسکرو د ايستلو اعلان ته شېبې ورلنډېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټاکل شوې ده ولسمشر اوباما د امريکا په وخت نن ماښام (چارشنبه) د ټلوېزيوني خپرونو پر يوه مهم وخت، له افغانستان نه د خپلو زرگونو عسکرو د ايستلو لومړنۍ شمېرې په ډاگه کړي.

د امريکايي رسنيو په ليکنه، دى به وايي چې د دېرشو زرو اضافي استول شويو عسکرو وتل به له جولاى نه پېلېږي او تر ٢٠١٣ کاله به د هغوى ډېره برخه ستنه شوې وي.

امريکا سملاسي په افغانستان کې نژدې سل زره پوځيان لري. خو د بي بي سي د انگرېزي وېبپاڼې په ليکنه، د ايستل کېدونکو عسکرو پر شمېر د اوباما په اداره کې ژور بېلتون شته.

گومان دى چې پوځي قوماندانان د لږ شمېر ايستل غواړي چې په دې ډول له طالبانو نه نيول شوې سيمې بېرته له لاسه ونه وځي.

د عسکرو د وتلو اعلان به د افغانستان د سبا سهار پر څلورو بجو او دېرشو دقيقو مخامخ له سپينې ماڼۍ نه کېږي.

اسوشيټيډ پرېس آژانس د نانومول شويو سرچينو له خولې ليکي چې ولسمشر به د جولاى تر پايه د ٥ زرو عسکرو وتل اعلان کړي او د پاتې نژدې ٢٥ زرو ستنېدل به چې د اضافي ټولگيو په توگه يې د استولو امر په ٢٠٠٩ کال کې شوى و، د ٢٠١٢ کال تر پايه بشپړ شي

پلان دادى چې امريکايي لښکرې امنيتي مسووليتونه گام په گام د ٢٠١٤ کال تر پايه افغان لوري ته وسپاري.

Image caption په داسې حال کې چې ډېرئ افغانان د طالبانو د ماتولو لپاره د امريکايي ځواکونو شتوالى ضروري گڼي، خو خبريالان وايي چې اوږده پاتېدل يې هم په ډېرو افغانانو غميدلي دي.

د پوځي مشرانو خلاف چې د ځواکونو د ورو ايستلو غوښتونکي دي، د ولسمشر ځينې سلاکاران وايي ايستل بايد چټک او په ډېر شمېر کې وي.

خو د دفاع تلونکي وزير رابرټ گېټس ددې مياشتې په لومړيو کې په بروکسل کې د ناټو نورو وزيرانو ته په ډاډ سره ويلي وو چې وتل به گام په گام او منظم وي، پرته له دې چې بيړه په کې وشي.

په همدې ترڅ کې د دواړو لويو گوندونو ٢٧ سناتورانو په يوه گډ ليک کې ولسمشر د ډېر شمېر عسکرو ستنولو ته هڅولى و ، ځکه چې له گټې نه يې مالي زيان ډېر شوى دى.

په داسې حال کې چې ډېرئ افغانان د طالبانو د ماتولو لپاره د امريکايي ځواکونو شتوالى ضروري گڼي، خو خبريالان وايي چې اوږده پاتېدل يې هم په ډېرو افغانانو غميدلي دي.

ورته مطالب