ستاسې غږ: په افغان اقتصاد د بهرنيو سرتيرو د وتلو اغيز

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې د سوداگرۍ خونې د امريکا دمشرانو جرگې له هغه خبرداري سره خپل غږ غبرگ کړى چې ويلي يې دي ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شي .

دامريکا دمشرانو جرگې رپوټ کې دغه انديښنه له دې کبله ښوول شوې ، چې وايي تيرو لسو کلونو کې د امريکا له لوري له افغانستان سره شوې مرستې په اغيزمنه توگه نه دي لگيدلي.

خو د افغانستان د سوداگرۍ خونه بيا د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره ،پردوه و څيزونو انديښمنه ده ، لومړى داچې ښايي امنيت خراب شي او د افغان سوداگرو او پانگوالو کاروبار له خطر سره مخامخ شي ، دويم داچې د بهرنيو عسکرو په وتلو سره به د افغان سوداگرو هغه کارخانې سختې زيانمنې شي چې بهرني عسکر يې دامهال ډيرى توليد شوي توکي رانيسي .

همد ارنگه له اقتصادي پلوه د هغو افغانانو د اغيزمن کيدو خبره هم کيږي ، چې دا اوس په هغو اقتصادي پروژو کې کار کوي ،چې د بهرنيو عسکرو له لوري پر مخ بيولې کيږي .

تاسو په دې اړه څه فکر کوئ ؟

که غواړي چې په همدې اړه پروگرام کې خپلي شخصي تجربې او انديښنې او احتمالي حل لارې راسره شريکې کړي ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته تيلفون وکړي

۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱ دارنگه د برښنا ليک له لارې هم خپل پيغامونه استولي شي د برېښناليک پته مو دا ده: Pashto@bbc.co.uk