ولسمشر اوباما: په يو کال کې به له افغانستان نه ۳۳ زره سرتېري وباسو

اوباما د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امريکا ولسمشر باراک اوباما له افغانستان نه د سرتېريو ايستلو په اعلان سره د ځواکونو زياتوالي بهير د پای اشاره ورکړه.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ چې د راتلونکي کال تر سپتمبره به له افغانستان څه د پاسه ۳۰ زره امريکايی سرتېري وباسي.

ښاغلي اوباما چې له سپينې ماڼۍ يې خبرې کولې وويل لومړني ۱۰ زره سرتېري به د روان کال تر پايه کورته ستنېږي.

ده د ځواکونو دغه ايستنه د هغو هلوځلو پيل وباله چې له مخې يې افغان جګړه سړه او د امنيت ساتنې دندې په کې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي.

ښاغلي اوباما وويل د ځواکونو په ايتسلو سره د امنيت ساتنې رول د افغان ځواکونو پر غاړه وي:

"موږ خپلو موخو ته رسېدونکي يوو. په پايله کې به يې موږ د راتلونکې مياشتې له پيله پر دې وتوانېږو چې د روان کال تر پايه موږ له افغانستان نه ۱۰ زره سرتېري وباسو.

او موږ به د راتلونکي کال اوړی ټول ۳۳ زره سرتېري بېرته هېواد ته راستانه کړو، او د ځواکونو استونې بهير به په بشپړه پای ته ورسېږي چې ما يې اعلان کړی و.

له دغې لومړنۍ کمونې وروسته به زموږ ځواکونه په پرله پسې ثابت ډول کور ته راستنېږي، په داسې حال کې چې افغان امنيتي ځواکونه به د مشرتابه رول پر غاړه اخلي.

زموږ ماموريت به له جګړې نه د ملاتړ دريځ ته بدل شي. د ۲۰۱۴ کال په راتلو به د دندو سپارلو بهير بشپړ شي او افغانان به د خپل امنيت مسوليت پر خپله غاړه لري"

ولسمشر اوباما وويل القاعده د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱ مې بريدونو راهيسې د هر بل وخت په پرتله تر زيات فشار لاندې ده، خو بيا هم تياره ورځې به ترمخ وي او د خوندی سولې رڼا په يو لرې واټن کې ليدل کېدی شي:

"موږ کمولو دغه ګام له ځواکمن دريځه اخلو. القاعده د سپتمبر له ۱۱ مې راهيسې تر لاډېر فشار لاندې ده.

له پاکستانيانو سره په ګډه مو د القاعدې څه د پاسه نيمو مشرانو بېخ ويوست. زموږ د استخباراتي او ځانګړيو ځواکونو دې مننه وي، موږ اسامه بن لادن وواژه يوازينی مشر چې القاعدې پېژندلی دی.

دا د هغو ټولو لپاره بری و چې سپتمبر له ۱۱ مې يې خدمت کړی."

د ځواکونو ايستلو اعلان هرکلی

افغان حکومت له افغانستان نه د زرګونه امريکايي ځواکونو د پيلنۍ ايستنې په اړه د واشنګټن پلانونو هرکلی کړی دی.

افغان حکومت وايي که څه هم ستونزې شته خو ډاډه دي چې ځواکونه به يې له هېواد د بهرنيو ځواکونو په وتلو د دې جوګه وي چې د خپل ټاټوبي امنيت خوندي کړی شي.

د امريکا پوځي مشران وايي چې په اوږدمهاله ډول بايد کم ځواکونه وايستل شي.

خو د امريکا د دفاع وزير روبرت ګېټس چې څو مياشتو کې به خپله دنده پرېږدي، ويلي دی د اوباما د اعلان ملاتړ کوي.

ښاغلي ګېټس وويل د ولسمشر اوباما پلان به د امريکا قوماندانانو ته پوره وسايل، وخت او نرمښت برابر کړي چې افغان ماموريت په کې په برياليتوب بشپړ کړي.

دغه راز د ناټو مشر انډېرس فو راسموسن وويل د ښاغلي اوباما پرېکړه د طالبانو پر وړاندې د پوځي پرمختګ طبيعي پايله وه.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ويلي د امريکايي ځواکونو له کمښت سره سره پر اورپکيو لا اوس هم فشار راوړل کېدی شي.

له طالبانو سره د خبرو ملاتړ

ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د ځواکونو شمېر کمولو په اړه خپل پلانونه په داسې وخت کې په ډاګه کړل، چې په ۲۴ هېوادونو کې د بي بي سي لپاره يوه ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي په نړيواله کچه ګڼ شمېر وګړي له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي.

دغه نظر پوښتنه چې ګلوبلسکان/پيپا د تېر دسمبر او فبرورۍ ترمنځ ترسره کړې، د ۲۴ زره پوښتل شويو خلکو ۴۰ سلنه يې د خبرو ملاتړ کړی دی.

په دې وروستيو کې افغان ولسمشر حامد کرزي ومنله چې امريکا او نور بهرني ځواکونه له طالبانو سره په لومړنيو خبرو کې ښکېل دي.

دغه نظرپوښتنه د امريکايي ځواکونو له لوري د القاعدې د مشر اسامه بن لادن له وژنې مخکې ترسره شوې ده.