ځانګړې محکمه: د ولسي جرګې ۶۱ وکيلان نوي کېږې

صدیق الله حقیق
Image caption صدیق الله حقیق وویل، باید ولسي جرګې ته په کوټه شوو رایو ورغلي وکیلان وویستل شي او پرځای یې د ده په ټکو هغه کسان جرګې ته ولاړ شي چې حقداره دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د ارزولو لپاره جوړ شوي کمېسیون له څو میاشتني ځنډ وروسته خپله پریکړه نن اعلان کړه.

د ځانګړې محکمې اعلان د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې په پارلماني ټاکنوکې د پراخو او هېښوونکو درغلیو ښکارندويي کوي.

د ځانګړې محکمې مشر صدیق الله حقیق وویل، باید ولسي جرګې ته په کوټه شوو رایو ورغلي وکیلان وویستل شي او پرځای یې د ده په ټکو هغه کسان جرګې ته ولاړ شي چې حقداره دي.

د ځانګړې محکمې له لوري تر اوسه په اعلان شويو پايلو کې داسې کسان هم شته چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري یې رایي صفر اعلان شوې وې، خو اوس لیدل کېږي چې د شلو او لسو زرو ترمنځ یې رايي وړې دي.

که د ځانګړې محکم له لوري نوې اعلان شوې پايلې عملي شي ښايي د ولسي جرګې په اوسني جوړښت کې پام وړ بدلون راشي.

د محکمې دغه پریکړه په غونډه کې د یو شمیر ناستو معترضوکاندیدانو په چکچکو او شعارونو ولمانځل شوه.

بدلونونه:

تر اوسه په اعلان شويو پايلو کې د بېلا بېلو ولايتونو يو شمېر بريالي نوماندان ناکام اعلان شوي دي چې پر ځای به يې نوي نوماندان ولسي جرګې ته ورشي.

په تخار ولايت کې د نوې ځانګړې محکمې له لوري يو کس بدلون راغلی دی.

په سمنګانو ولايت کې درې کسه.

په هرات ولايت کې شپږ کسه.

په بلخ ولايت کې يو کس.

په جوزجان ولايت کې يو کس.

په پکتيکا ولايت کې دوه کسه.

په پکتيا ولايت کې يو کس.

په خوست ولايت کې دوه کسه.

په فارياب ولايت کې درې کسه.

په فراه ولايت کې دوه کسه.

په نورستان ولايت کې يو کس.

په سرپل کې يو کس.

په غور ولايت کې کې يو کس.

په بادغيس ولايت کې پنځه کسه.

په زابل ولايت کې درې کسه.

د کوچيانو په حوزه کې يو کس.

ځانګړې محکمه همدا اوس هم د یوشمیر پاتې ولایتونو په تړاوو خپله پرېکړې اعلانوي.

ورته مطالب