د افغان حکومت پرضد پیاوړی ایتلاف جوړېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یو شمېر پخواني تنظيمي مشران، سیاست وال او په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي ملاتړي و ايي د افغان حکومت پرضد یې د یوه پراخ او پیاوړي ایتلاف د جوړېدو هلې ځلې کړندۍ کړي دي .

ویل کېږي چې د دوی ترمنځ په دې وروستیو کې ناستې ولاړې او غونډې هم تودې شوي دي.

Image caption ښاغليو محقق او دوستم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي ایتلافیان او ضیاء مسعود یې بیا په تېره دوره کې لومړی مرستیال وو .

د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق وايي دغه ایتلاف به د ازبک ملېشو له پخواني قومندان جنرال دوستم او د شمالي ټلوالې د وژل شوي مشر احمد شاه مسعود له ورور ضیاء مسعود سره په ګډه جوړوي .

ښاغليو محقق او دوستم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي ایتلافیان او ضیاء مسعود یې بیا په تېره دوره کې لومړی مرستیال وو .

د دغه ایتلاف د جوړېدو هدف د ښاغلي محقق په خبره له پاشلي او ناڅرګند حالت، بې قانونۍ، ناامنیو، خراب اقتصاد، فساد او داسې نورو حالاتو نه چې همداسې اوس روان دي، د افغانستان وتل دي .

نوموړي له بي بي سي سره په یوې لنډې او ځانګړې مرکې وویل په ایتلاف کې به ټولې مطرحې افغان سیاسي سټې او څېرې شاملې وې او د ده په ادعا دا به د افغانستان د خلکود بنسټونو پرستنو ولاړ یو ایتلاف وي .

ښاغلي محقق د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په پام کې ده د برېښنا او انرژۍ وزیر اسماعیل خان او د بلخ والي عطا محمد نور هم هم د دغه ایتلاف مهم غړي وي، وویل:

''هو، له هغو سیاسي غاړو سره چې په افغانستان کې مطرح او عمده دي، حتماً مذاکره کوو، ټول هغه کسان چې د بې قانونۍ، ترور، فساد او نشه يي توکو ضد دي په دغه ایتلاف کې به ور ګډېږي. دا یوه پراخه حوضه ده چې ټولې سیاسي خواوې رانغاړي''.

ښاغلي محقق وویل اوس د دغه ایتلاف د جوړېدو مقدماتي غونډې او مشورې روانې دي، خو دا یې په ډاګه نه کړه چې دغه ایتلاف به په دقیق ډول کله د سیاست او مبارزې ډګر ته را ووځي .

د جوړېدونکي ایتلاف دغه غړي د افغان حکومت د اپوزېسیون له نورو سیاسي ډلو سره هم د مذاکرې او خبرو اترو یادونه هم وکړه .

Image caption احمد ضیاء مسعود په تېره دوره کې د کرزي لومړی مرستیال و .

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د کرزي ایتلاف نوموړی تورنوي چې له دوی سره پر خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلی دی، محمد محقق خو څو میاشتې د مخه په کابل کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې په ښکاره له کرزي نه د خپلو ورکړل شوو رایو د بېرته اخيستیو خبره کړې وه .

ولسمشر کرزي له ښاغليو محقق او دوستم سره د یو شمېر وزارتونو، سفارتونو، معینیتونو، او په ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د بدلولو ژمنې کړې وې .

څو کاله د مخه یو شمېر پخوانیو مجاهدینو، کمونیستانو، ډیموکرات پلوو او یو شمېر نورو سیاسي سټو هم د افغان حکومت ضد یو ایتلاف جوړ کړی وو، خو هومره و نه پاېیده .