ولسي جرګې په غياب کې قاضي القضات سلب صلاحیت کړ

قاضي القضات عبدالسلام عظيمي
Image caption د افغانستان د اساسي قانون د ۱۲۷ مادې له مخې، هرکله چې د ولسي جرګې یو په درېمه برخه د قاضي القضات او د سترې محکمې نور غړي له قانونه په سرغړونې او جرم په ترسره کولو تورن، او جرګې ته یې د عزلولو وړاندیز وکړي او د جرګې دوه پر

د افغانستان ولسي جرګې د دغه هېواد قاضي القضات او د سترې محکمې پنځه نورغړي د هغوی په غیاب کې د رایو په اکثریت سره سلب صلاحیت کړل .

ولسي جرګې دغه ګام د انتخاباتي شکایتونو د ارزولو د ځانګړې محکمې د پرېکړې ضد اخیستی چې له مخې یې د څه باندې شپیتو اوسنیو وکیلانو پرځای نوي کسان ګټوونکي اعلان شول.

د افغانستان د ولسي جرګې ننۍ ناسته د تېرو پارلماني ټاکنو د درغلیو د ارزولو د ځانګړې محکمې پر اعلان شوې پرېکړې راټوله وه .

د وکیلانو لهجې هم تندې او زیږه وي او تر ډېره یې د افغانستان پر سترې محکمې نیوکه کوله چې د یادې شوې محکمې په جوړولو کې یې اساسي قانون ترپښولاندې کړی دی.

کله چې ولسمشر حامد کرزي څو میاشتې د مخه په پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو د شوو ادعاوو د ارزولو په موخه د دغې ځانګړې محکمې د جوړولو لارښوونه وکړه، هغه مهال سترې محکمې یې د جوړلو پر تاید رایه ورکړې وه.

د ولسي جرګې د وکیلانو او قهر غوصه هم د سترې محکمې له همدغې کړنې سرچینه اخلي چې بلاخره یې د ننۍ غونډې ۱۸۵وکیلانو له کوم بحث پرته مخامخ د سترې محکمې د ریس او پنځو نورو غړو د سلب صلاحیت په تړاوو رایې اچونې وکړې.

د یادوو شوو وکیلانو له ډلې نه یې ۱۸۲ یې د دغو قضايي چارواکو په غیاب کې دهغو پرعزلولو په علني ډول رايي ورکړې،د جرګې مشر عبدالروف ابراهیم د رايو پایلو اعلان کړي:

''ښاغلو وکیلانو، څوک چې د سترې محکمې د مشر او نور غړي د عزلولو پلویان دي، شنه کارتونه او څوک چې مخالف دي سره کارتونه اوچت کړي . دوه مستنکف کارتونه،یو مخالف او د رایو په اکثریت سره تصویب شو'' .

Image caption ولسي جرګې د ځانګړې محکمې د اعلان په ورځ د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو هم دهغه په غیاب کې سلب اعتماد کړی وو.

د افغانستان د اساسي قانون د ۱۲۷ مادې له مخې، هرکله چې د ولسي جرګې یو په درېمه برخه د قاضي القضات او د سترې محکمې نور غړي له قانونه په سرغړونې او جرم په ترسره کولو تورن، او جرګې ته یې د عزلولو وړاندیز وکړي او د جرګې دوه پردرېمه برخه یې تاید کړي،یاد شوي قضايي چارواکي سلب اعتماد بلل کیږي.

دا د پنجشنبې په ورځ د ځانګړې محکمې له اعلان نه وروسته چې په ترڅ کې د جرګې د اوسنیو دوو شپیتو وکیلانو پر ځای نور کسان بریالي اعلان شول، د پارلمان دا ډول دویم ګام دی چې لوړپوړي قضايي چارواکي سلب اعتماد کوي.

ولسي جرګې د ځانګړې محکمې د اعلان په ورځ د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو هم دهغه په غیاب کې سلب اعتماد کړی وو.

ورته مطالب