خلیلي: یو شمېر ادارې له مافیايي کړیو سره مرسته کوي

کریم خلیلي
Image caption کریم خلیلي د هېواد پر قضايي ځواک غږ وکړ چې د مخدره موادو له قاچاق کوونکو سره جدي چلند وکړي .

د ولسمشرکرزي دویم مرستیال کریم خلیلي یو شمېر ادارې د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو او مافیايي کړیو سره په مرستې او لاس لرلو تورنې کړې .

ښاغلي خلیلي وویل که له مافیايي کړیو سره د یو شمېر بنسټونو مرسته نه وي، په هېواد کې له هېواده بهرد نشه يي توکو قاچاق او کاروبار ناشونی دی .

نوموړي چې په کابل کې د نشه يي توکو پرضد یوې جوړې شوې غونډې کې خبرې کولې په ښکاره د کومې مشخصي ادارې نوم نه یاد نه کړ، خو د هېواد پر قضايي ځواک یې غږ وکړ چې د مخدره موادو له قاچاق کوونکو سره جدي چلند وکړي :

براءت مه ورکوﺉ

''له عدلي او قضايي بنسټونو څخه په ځانګړي ډول غوښتنه کوو، له هغو کسانو سره چې په دغو مافیايي کړیو کې لاس لري، قانوني چلند وکړي، هغوی ته باید براءت ورنه کړل شي . دغه کسان که په هر سازمان او اداره کې وي، باید وپېژندل شي او له قانون سره سمه سزا ورکړل شي .''

ښاغلي خلیلي وویل، که چېرې د نشه يي توکو د مافيايي ډلو همکاري نه وي، له هېواده بهر د نشه يي توکو د قاچاقولو امکان نه شته .

پر همدې مهال، د افغانستان د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت وايي د تېرو څلورو کلونو پرمهال د نشه يي توکو په قاچاق او تولید کې ۴۰ سلنه کمښت راغلی دی .

خو ددغه وزارت چارواکي وايي هر کال په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر په ډېرېدا سره ددغو کسانو د درملنې ټيټه کچه لویې ستونزې ګڼل کېږي .

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وايي هڅه کوي تر راتلونکو څلورو کلونو پورې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې کچه لوړه کړي :

یوازې ۱٪

''له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۰ پورې زموږ په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو کچه ۱۴۵ سلنه زیاته شوې ده . دا یو ډېر لوی خطر دی او زموږ د هېواد امنیت ته یو لوی ګواښ دی. له بده مرغه زموږ د درملنې وړتیا یوازې ۱٪ ده . خو موږ داسې پروګرام لرو چې په راتلونکو څلورو کلونو کې ددرملنې د وړتیا کچه په سلو کې ۴۰ لوړه کړو . ''

Image caption د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وايي هڅه کوي تر راتلونکو څلورو کلونو پورې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې کچه لوړه کړي

افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو له لویو تولیدوونکو هېوادو څخه دی، چې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو له قاچاق او تولید سره مبارزه ستونزمنه چاره ده .

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې اورپکي د نشه يي توکو له قاچاقه ګټه پورته کوي، چې په دې سره په افغانستان کې د اورپکۍ لمن پراخېږي .

ورته مطالب