افغانستان کې امریکايي پوځيان د امریکايي رسام په انځورونو کې

د فای په لاس کښل شوی انځور
Image caption فای هڅه کوي چې د امریکايي پوځيانو ژوند انځور کړي .

د امریکا د سمندري ځواکونو یو سرتېری پر ځمکه پروت دی او وسله یې پرځمکه پرته ده، خو جګړې ته چمتو دی .

بل خوا ښي څنګ ته یې ګڼې ونې دي، چې دا انځور د افغانستان په سوېل کې د طالبانو د پیاوړي مرکز څرګندويي کوي .

هرڅه ارام ښکاري، خو هوا خړه پړه ده، ځکه کېدای شي چې کېدای شي بېرته جګړه پیل شي .

دغه صحنه یواز د امریکايي رسام مایلک فای په لاس کښل شوي انځورونه دي .

خو کېدای شي له دې لوحې د امریکا په پوځ کې د جګړې په تړاو ګڼې اندېښنې وي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو هوډ کړی دی .

لکه څنګه چې د امریکا په پوځ کې اندېښنې راپورته شوې، فای هم چې په تېر کې یې د امریکا په سمندري ځواکونو کې کار کړی، اندېښمن دی .

فای په تېره پېړۍ کې د امریکا د پوځ د ننه د پوځيانو ژوند د قلم او رنګونو په ژبه په ډاګه کړی دی .

Image caption فای د امریکا په سمندري ځواکونو کې دنده ترسره کړې ده .

کله چې په ۹۰مه لسیزه کې فای د امریکا له سمندري ځواکونو راووت، پر خپلو هنري کارونو یې پام راټول کړ .

فای خپل زیات عمر د امریکايي پوځيانو په رسمولو او انځورګرۍ تېر کړی دی .

له هغه وغوښتل شول، چې د یوه رسام په توګه راڅرګند شي .

فای وايي ''د سپتمبر د ۱۱مې پېښې رامنځ ته شوې''. هغه بیا وروسته څو ځلې افغانستان او عراق ته استول شوی دی .

فای پخپلو لوحو کې امریکايي پوځيان د دندې پرمهال انځور کړي، چې له دې کار سره د جګړې د مخالفو ذهنونه یې ځان ته اړولي دي .

خو فای وايي هرڅوک دده هنري اثارو ته په بېله سترګه ګوري .

دی زیاتوي ''دوی چې دا انځورونه ګوري، داسې سوچ کوي چې دا یې د هېواد عادي خدمت کوونکي پوځيان دي .''

د پوځيانو د ژوند د رسامۍ هنر د امریکا او برتانیا په پوځ کې مخینه لري، چې په دې لړ کې دوه برتانوي رسامان هم په پوځ کې افغانستان ته استول شوي وو .

فای ځینې هغه پوځيان هم انځور کړي، چې په جګړه کې ټپیان شوي دي .

په داسې حال کې چې افغانستان او عراق کې د امریکا روانه جګړه په ختمېدو ده، په دغو جګړو کې ګڼ شمېر پوځيان معیوبه شوي، چې د عادي کارونو توان هم نه لري، او یو شمېر خو یې په دماغي ناروغیو اخته شوي .

خو فای وايي چې لاهم یو شمېر امريکايي پوځيان جګړې ته لېواله دي .

د فای په لاس په یوه کښل شوې لوحه کې پر یوه خوځنده څوکۍ یو مخکینی پوځي ښکاري، خو هغه په حقیقت کې هڅه کوي چې له څوکۍ راښکته او له خپل کوچني زوی سره لوبې وکړي .

Image caption فای د ګڼو پوځيانو ستونزې انځور کړې دي .

فای هڅه کوي چې د پوځ دوه نور رسامان هم رسامۍ ته وهڅوي، چې خپلو دې هڅو ته یې د ''جوبونهام'' نوم ورکړی دی .

جوبونهام د هغه یوه سرتېري یو خیالي شخصیت دی چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال یې د خپل مخ زیاتره برخه له لاسه ورکړې، خو په هرڅه کې بل چا ته اړ دی .

خو د فای ښځه بیا د امریکا په احتیاطي پوځيانو کې ده، چې ټاکل شوې ده په نژدې راتلونکې کې افغانستان ته ولاړه شي .

هغې وړاندې په عراق کې ۱۸ میاشتې پوځي دنده ترسره کړې، چې له ګڼو چاودنو روغه وتلې ده .

ورته مطالب