''په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې کچه راټيټه شوې''

یو افغان بندي
Image caption د ۱۹۸۷ ميلادي کال د جون په ۲۶ له شکنجه شويو کسانو نه د ملاتړ د نړيوالې ورځې وړانديز وشو او پوره يوولس کاله وروسته د لومړي ځل لپاره ۲۶ جون له ځورول شويو نه د ملاتړ د نړيوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه .

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمانونو له شکنجه شويو کسانو نه د ملاتړ په نړيواله ورځ په ټوليز ډول په دغه هېواد کې د شکنجې د پېښو د کمېدو خبر ورکړ .

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان وايي په دغه هېواد کې د بهرنيانو او افغان حکومت په زندانونو کې د بنديانو د شکنجه کولو کچه سم په نيمه را لوېدلې ده .

خو افغان چارواکي بيا ادعا کوي چې په افغان زندانونو کې د شکنجې پېښې له سره نه شته دي .

د جون ۲۶مه له شکنجه شويو کسانو نه د ملاتړ نړيواله ورځ ده. د بشري حقونو ځينې ټولنې تاييدوي چې اوس په افغان کورنيو او زندانونو کې د خلکو ځورول او کړول کم شوي، خو وايي صفر ته د دې ګراف ښکته کول لا ډېر نور وخت او کار غواړي

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل بي بي سي ته وويل په تېرو لسو کلونو کې په بهرنيو او افغان زندانونو کې د خلکو د شکنجه کولو پېښې سمې نيمايي ته رالوېدلي او په افغانستان کې د بهرنيانو په زندانونو کې خو دغه کچه تر نيمايي هم زياته رالوېدلې ده :

''د ایتلافي ځواکونو په زندانونو کې تقریباً د بندیانو د شکنجې کچه تر نیمايي هم ډېره راټيټه شوې ده، خو په کلو او بانډو کې له خلکو سره د بهرنیانو د ناوړه چلند کچه ۳۵ تر ۴۰٪ پورې راټيټه شوې ده .''

خو افغان حکومت بيا ادعا کوي چې په افغان زندانونو کې د شکنجې پېښې اوس د نشت برابر دي او په خبره يې يوه نيمه چې وي په اړه يې د اړوندو ادارو له خوا پراخې پلټنې کېږي .

د عدليې مرستيال وزير يوسف حليم وايي افغان حکومت په محبسونو د څار چاره ګړندۍ کړې او څوک نه شي کولی زندانيان وځوروي :

''زه تاسې ته په ډګه ویلای شم چې د عدلیې وزارت تر کنټرول لاندې ځایونو او محبسونو کې هېڅ شکنجې نه شته، چې په دې اړه زموږ د تفتیش ریاست او د نظارت څارنوالي وقتاً فوقتاً د محبسونو څارنه کوي او موږ له هېڅ داسې پېښې سره نه یو مخامخ شوي، چې ګني بندیان دې شکنجه شوي وي . ''

دا هغه ادعا ده چې په خپلواک ډول نه ده تاييد شوې .

په افغانستان کې د شکنجې او ځورولو پېښې بده مخينه لري او دا په ۹۰مه لسيزه کې د کورنۍ جګړې پر مهال خپل اوج ته رسېدلې وې .

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان مشر په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت په زندانونو کې د شکنجې د ګراف د ښکته لامل په نړيواله کچه فشارونه، رسنۍ او د خلکو د عامه پوهاوي لوړېدل يادوي :

''یو علت یې همدا دی چې د بشري حقونو سازمانونه په دې اړه چوپه خوله نه دي پاتې شوي او نړیوالې ټولنې پر ایتلافي ځواکونو فشار راوړی چې د بندیانو حقونو ته درناوی وکړي او رسنیو هم په دې برخه کې ډېر مهم رول لوبولی دی .''

Image caption د عدليې مرستيال وزير يوسف حليم وايي افغان حکومت په محبسونو د څار چاره ګړندۍ کړې او څوک نه شي کولی زندانيان وځوروي .

د بشري حقونو د دفاع نړيوال سازمانونه په دې فکر دي چې د افغانستان کليوالي سيمې لا هم د دوديزو پرېکړو تر اغېزې لاندې دي او همدا ډېر کله د نارينه وو، ښځو او ماشومانو د ځورولو او شکنجه کولو لامل ګرځي .

د ۱۹۸۷ ميلادي کال د جون په ۲۶ له شکنجه شويو کسانو نه د ملاتړ د نړيوالې ورځې وړانديز وشو او پوره يوولس کاله وروسته د لومړي ځل لپاره ۲۶ جون له ځورول شويو نه د ملاتړ د نړيوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه .

ورته مطالب