په نړۍ کې د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

په نړۍ کې د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په ډېرېدا دی
Image caption شکر ناروغي په وینه کې ستونزې رامنځ ته کوي او کېدای شي چې ګردې ته زیان رسوي او د ړندېدو او همدارنګه د زړه د ناروغیو او قلبي حملو امکان په کې شته .

د شکر ناروغۍ په اړه يوې نړيوالې څېړنې موندلې چې په دغې نارغۍ اخته غټانو شمېر د ۱۹۸۰ کال راهيسې له دوه برابره کچې هم زيات شوی دی، او اوس درې نيم سوه میليونو ته رسېدلی .

د دغې څېړنې يوه ليکوال ماجد عزت چې د لندن د امپېريل پوهنتون استاذ دی، ويلي شکر ناروغي به د نړۍ پر روغتيايي نظامونو يوازينی تر ټولو ستر بار وي .

شکر ناروغي ګردو ته زيان رسوي او دسترګو ليد له منځه تلو لامل کېږي .

دغه څېړنه چې په لانسېټ نومې طبي مجله کې خپره شوې، وايي د شکر ناروغۍ زياتوالي لوی لامل د عمر اوږدوالی او هم د وګړيو شمېر وده ده، خو د چاغښت کچې لوړوالی يې هم تر شا دی .

په لوېديزو هېوادونو کې امريکا د شکر ناروغۍ تر ټولو لوړه کچه لري، خو د ارام سمندر ځينې ټاپوګان، او هم سعودي په شرکر ناروغۍ اخته کسانو لوړ شمېر لري.

په څېړنه کې ویل شوي چې د شکرې په ناروغۍ کې ۷۰٪ زیاتوالی د انسانانو د عمر پر اوږدوالي پورې اړه لري .

شکر ناروغي په وینه کې ستونزې رامنځ ته کوي او کېدای شي چې ګردې ته زیان رسوي او د ړندېدو او همدارنګه د زړه د ناروغیو او قلبي حملو امکان په کې شته .

له دغې ناروغۍ سره تر ډېره چاغښت هم مل دی، او ناروغان د ارامۍ لپاره د انسولين پیچکاریو ته اړتیا لري .

د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ په دغه څېړنه کې راغلي، چې دا ناروغي تقریباً د نړۍ په ټولو هېوادونو کې زیاته شوې ده .

د روغتيايي څېړنو د آی ایم ایس شرکت د درملو د څېړنې له مخې، د شکرې د ناروغۍ د درملنې لښګتونه - چې هر کال ۲۲ میلیارد ډالرو ته خېژي - کېدای شي د ۲۰۱۵ کال په راتلو سره ۳۰ میلیارد ډالرو ته لوړ شي .

ورته مطالب