په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له بي بي سي سره د ښاغلي فطرت مرکه

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی فطرت وايي چې په کابل کې یې ژوند له سخت ګواښ سره مخامخ شوی و .

د افغانستان د مرکزي بانک مشر عبدالقدیر فطرت له افغانستان نه لیرې په امریکا کې له خپلې څوکۍ د استعفی اعلان کړی، خو د افغانستان دولت وايي چې د ښاغلي فطرت له استعفی خبر نه لري .

د افغانستان د مرکزي بانک مشر عبدالقدیر فطرت له هېواده لیرې په امریکا کې له خپلې دندې استعفی کړې ده .