د اورپکو له لاسه اته کلنه نجلۍ د بمي چاودنې ښکار شوه

طالبان
Image caption کتونکي وايي اورپکو لويې ښځې او په وروستيو کې نارينه ماشومان دواړه ګورمارلي چې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي، خو طالبان دا ردوي چې ګنې په دغه ډول بريدونو کې له ماشومانو کار اخلي .

افغان حکومت وايي يوه اته کلنه نجلۍ وروسته له هغه ووژل شوه چې اورپکو د افغانستان په جنوب کې پر پوليسو يوه بمي بريد کې کارولې وه .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي اورپکيو دغې نجلۍ ته چاودېدونکي توکي ورکړي وو، او ورته ويلي يې وو چې د پوليسو موټر ته يې وروړي .

نجلۍ د پوليسو موټر ته په نژدې کېدو چاودنه کړې ده .

دغه پېښه په اروزګان ولايت کې شوې، خو په چاودنه کې بل څوک نه دي وژل شوي .

دغه پېښه په لوګر ولايت کې پر يوه روغتون له بريد وروسته کېږي چې لږترلږه ۳۸ کسان يې ووژل، او په لسګونو نور يې ټپيان کړل .

د لوګر د ازرې په چاودنه کې لويانو، ميندوارو ښځو او ماښومانو ته مرګژږبله رسېدلې وه .

خو د دافغانستان د کورنيو چارو وزارت په يو اعلاميه کې د اروزګان پېښه يو جرم او بوږنوونکی عمل بللی دی .

د ادعا شوې پېښې سيمه خورا لرې پرته ده، او دا ممکنه نه وه چې په اړه يې د ورکړلو شويو راپورونو خپلواک پخلی وشي .

د افغان کورنيو چارو وزارت اعلاميې ويلي ماشومې په پاک زړه او ښه نيت سره د چاودېدونکيو توکيو بکس واخيست او د پوليسو موټر په لور يې يووړ .

کله چا د پوليسو موټر ته ورنژدې شوه، د اعلاميې په خره غليم له لرې کنټرولونې د بم چاودنه وکړه او بې ګناه ماشومه يې ووژله .

پېښه په کره ډول د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې شوې ده .

د چارچينو ولسوال بي بي سي ته وويل نجلۍ د پېښې ځای ته د نژدې کلي وه .

ده وويل نجلۍ ته ويل شوي وو، چې هېڅ به نه ورپېښېږي، او زياته کړه د پېښې تر کسان هېڅ پوله نه پېژني او نه هم هېڅ څه درناوی لري .

کتونکي وايي اورپکو لويې ښځې او په وروستيو کې نارينه ماشومان دواړه ګورمارلي چې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي، خو طالبان دا ردوي چې ګنې په دغه ډول بريدونو کې له ماشومانو کار اخلي .

ورته مطالب