پاکستان د کرزي څرګندونې رد کړې

اطهر عباس
Image caption جنرال اطهر عباس وویل، شاوخوا ۳۰۰ اورپکو د خیبر پښتونخوا په دیر، مومندو، او باجوړ قبایلي سیمو کې چې د نیمه سرحدي ملېشو یې ۵۵ وژلي او تر ۸۰ ډېر نور یې ژوبل کړي دي .

د پاکستان پوځ د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې رد کړې، چې ګني دغه پوځ پر افغان خاوره څه باندې ۴۵۰ راکټونه توغولي دي.

افغان چارواکو ویلي ول، چې د راکټونو په دغو بریدونو کې د ۱۲ کوچنیانو په ګډون ۳۶ افغانان وژل شوي .

د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال اطهر عباس د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغانستان پر خاوره د راکټونو بریدونه ناسمه خبره وبلله .

نوموړي وویل چې په تېره یوه میاشت کې پنځه ځلې له افغانستان څخه د پاکستان خاورې ته اورپکي اوښتي چې په وینا یې پاکستان کې یې لوی بریدونه کړي .

جنرال اطهر عباس وویل، شاوخوا ۳۰۰ اورپکو د خیبر پښتونخوا په دیر، مومندو، او باجوړ قبایلي سیمو کې چې د نیمه سرحدي ملېشو یې ۵۵ وژلي او تر ۸۰ ډېر نور یې ژوبل کړي دي .

د دغه ویاند په خبره، کېدای شي د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ننوتو اورپکو د مبارزې پروخت کېدای شي د افغانستان خاورې ته ځینې راکټونه اوښتي وي .

د پاکستاني اورپکو مشران

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو ځینې مشران افغانستان ته اوښتي چې په وینا یې له هغه ځایه یې د پاکستان پر سرحدي پوستو او کلو بریدونو کړي .

د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله لانجه داسې مهال رامنځ ته شوې، چې ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شي .

ښاغلي کرزي ویلي، چې پر افغان خاوره د راکټونو موضوع یې په تهران کې د ترهګرۍ پرضد په سیمه ییز کنفرانس کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره شریکه کړې ده .

نوموړي ویلي: ''دوی باید دا بریدونه ودروي، که چېرې دا برید د پاکستان له لورې نه وي شوی، نو دا باید روښانه کړي چې ددغو بریدونو ترشا څوک دی ؟!''

ولسمشر کرزي دا هم ویلي چې د دغو بریدونو په تړاو یې خپله اندېښنه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس او په کابل کې د امریکا له تلونکي سفیر کارل ایکنبيري سره شریکه کړې ده .

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر کرزي له پاکستانه پر افغان خاوره د راکټي بریدونو د درولو جدي غوښتنه کړې وه .

پر همدې مهال، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي ددغو بریدونو په اړه د غبرګون خبرداری ورکړی دی .

نوموړي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي :

''د پاکستان حکومت باید پوی شي چې د ملکي افغانانو د وژلو په اړه به غبرګون وښودل شي .''

افغان چارواکي وايي له پاکستان سره پولې ته څېرمه له سرحدي سیمو څخه د پاکستان د بریدونو له کبله شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ کوچېدلې دي .

ورته مطالب