پر اقتصادي سیستم له ازرخش حافظي سره مرکه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی حافظي د مرکې په سر کې د افغانستان په بازارونو کې روانه ګدوډي او خپل سري د واکمن اقتصادي سیستم یا نظام پایله نه، بلکې پر دغه سیستم د قانوني څار او نظارت د نشتوالي پایله بولي .

ولسمشر کرزي په دې وروستیو کې منلې چې د بازار اقتصادي سیستم یا مارکیټ ایکانومي په افغانستان کې سم کار نه کوي او دی او د ده حکومت په دغه سیستم کې د بدلون په راوستو فکر کوي .

د ولسمشر دغه څرګندونې هغو ډیریدونکو نیوکو ته غبرګون بلل کیږي چې وایي د نرخونو د کنټرول د نشتوالي او د مصرفي او وارداتي کالیو د کیفیت د کمزورتیا له اړخه د اوسني اقتصادي سیستم د نیمګړتیاو دروند بار د مصرف کوونکو په اوږو پروت دی .

په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپي همدا موضوع د اونۍ په ځانګړې مرکه کې له افغان اقتصاد پوه او د افغانستان د سوداګرۍ د اتاق د مشرتابه د جرګه ګۍ له غړي ازرخش حافظي سره څېړلې .

ښاغلی حافظي د مرکې په سر کې د افغانستان په بازارونو کې روانه ګدوډي او خپل سري د واکمن اقتصادي سیستم یا نظام پایله نه، بلکې پر دغه سیستم د قانوني څار او نظارت د نشتوالي پایله بولي .

ورته مطالب