"د بې اعتباره شويو وکيلانو پرېکړې نور اعتبار نه لري"

نښان
Image caption محکمه وايي په دې سره هغوی ته د ولسي جرګې په غونډو کې د ګډون او رایې حق ورپاتې نه دی.

د افغانستان ستره محکمه وایي تر هغې چې ۶۲ بې اعتباره شوي وکیلان د افغانستان د ولسي جرګې په غونډو او فیصلو کې ګډون ولري، د دغې جرګې هیڅ پریکړه قانوني اعتبار نه لري .

د سترې محکمې له لورې په خوره شوې اعلامیه کې راغلي چې د انتخاباتي درغلیو د ارزولو په تړاو د ګمارل شوې محکمې په حکم له دغو ۶۲ وکیلانو د وکالت حق اخیستل شوی .

محکمه وايي په دې سره هغوی ته د ولسي جرګې په غونډو کې د ګډون او رایې حق ورپاتې نه دی .

د سترې محکمې په دغه تازه دریځ سره د افغانستان د قضایه او مقنینه قواو تر مینځ له څو میاشتو راهیسې روانې شخړې او په ټوله کې له دې اړخه د هیواد په کچه پیښ سیاسي کړکیچ لا پسې زور اخیستی .

د افغانستان سترې محکمې او په ځانګړې توګه د دغې محکمې مشرتابه او عالي شورا په هېواد کې د پارلماني انتخاباتو له اړخه له تېرو څو میاشتو راهیسې د روانې لانجې په تړاو کله هم دومره څرګند او پریکنده دریځ نه و خپل کړی.

اوس د سترې محکمې له لورې په خپره شوې دغه اعلامیه کې په خورا څرګندو ټکو کې راغلي چې د ولسي جرګې غونډې او پریکړې تر هغې قانوني اعتنبار نه لري څو چې د انتخاباتي درغلیو په تور۶۲ بې اعتباره کړی شوي وکیلان د جرګې په غونډو کې له ګډون نه لاس وانخلي.

ستره محکمه د دې دلیل د واکمنې محکمې له لورې له دغو وکیلانو په شرعي او قانوني توګه د وکالت د حق سلبیده بولي .

د انځور حقوق AP
Image caption د دغو وکیلانو په حق کې د محکمې له لورې شوی پریکړه له څه ځنډ پرته عملي اعتبار لري.

ستره محکمه دا هم وایي چې د دغو وکیلانو په حق کې د محکمې له لورې شوی حکم او پریکړه له څه ځنډ پرته عملي اعتبار لري او دا چې دغه پریکړه پر څټ نشي ستنیدی.

بل خوا هغه وکیلان چې بې اعتباره بلل شوي، په خپل وار د سترې محکمې دغه دریځ له قانون سره مخالف بولي او په کلکه یې ننګوي.

له زابل نه راغلی وکیل حبیب الله انډیوال وایي یوه وکیل ته د اعتبار ورکړه د محکمې نه بلکه د انتخاباتو د کمېسيون واک دی او بل دا چې د دوی په حق د شوې پریکړې په تړاو لا دوه نور قضایي پړاوونه هم په مخ کې دی.

د افغانستان د سترې محکمې له لورې خوره شوې دغه اعلامیه په اصل کې د دغې محکمې له ریس او شپږ کسیزې عالي شورا نه د صلاحیتونو د اخیستو په تړاو د هیواد د ولسي جرګې پریکړې ته توند غبرګون دی.

د افغانستان ولسي جرګې د روانې اونۍ په سر کې په ورته یوه پریکړه کې د سترې محکمې پر مشر او د دغې محکمې د عالي شورا پر غړو ظاهرا د هغوی د کار د مودې د اعتبار د ختمیدو په پلمه د څنګ ته کیدو غږ وکړ او د هغوی د کار دوام یې غیرې قانوني وباله.

له لویه سره د افغانستان د قضایه او مقنینه قواو تر مینځه د روان جنجال پرله پسې سختیدو ته په کتو داسې بریښي چې په افغانستان کې له تیر سپتمبر راهیسې د پارلماني انتخاباتو له اړخه پیښ سیاسي کړکیچ د کمیدو پر ځای وار په وار په پراخیدو دی.

ورته مطالب