"د IMF د مرستو ځنډېدل کارونه ځنډني کوي"

آی ام اف د انځور حقوق Reuters
Image caption د آی ام اف له لوري ډيری ورکړل شوې پيسې د بیارغونې په پروژو لګېږي.

افغان چارواکي اندېښنه ښيي چې له افغانستان سره د پیسو د نړیوال صندوق IMF د مرستو ځنډیدل ښایي په ځینو برخو کې د بیارغونې په پروژه منفي اغیزې وشیندي.

په دغو مرستو کې هغه شاوخوا ۷۰ میلیونه ډالره هم راځي چې افغان حکومت یې د کابل بانک سره د مرستې وړاندیز کړی و.

د کابل بانک مسله د هرې ورځې په تیریدو نوې بڼه غوره کوي.

د افغانستان بانک د مشر عبدالقدیر فطرت له استعفی وروسته په یوه تازه پرمختګ کې د افغانستان د مالیې وزارت وایي د پیسو د نړیوال صندوق IMF له لوري د مرستو ځنډیدل به ښایي په ځینو برخو کې د بیارغونې پروژې اغیزمنې کړي.

له افغانستان سره د آی ام اف له لارې کیدونکې نړیوالې مرستې وروسته له هغې وځنډیدې چې IMF د کابل بانک په تړاو د افغان حکومت پلانونه رد کړل.

له دې سره جوخت د یو لړ هغو بنسټیزو پروژو له ځنډ او خنډ سره د مخامخ کیدو په اړه هم اندیښنې راوټوکیدې چې د پیسو د نړیوال صندوق له تموېلېږي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس که څه هم د بیارغونې په برخه کې د دغو مرستو منفي اغیزې مني، خو وایي د هوارولو هڅې یې روانې دي.

د بیارغونې چارې تر ډیره په افغانستان کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري سمبالیږي.

د وزارت سلاکار تقوي الله تقوا وایي ښایي په اوږد مهال کې د "آی ام اف" له لوري له دغه هیواد سره د کیدونکو مرستو اغیزې د بیارغونې په چارو کې ډاګیزه شي:

"ښایي په لنډ مهال کې او سږ کال د بیارغونې پروګرامونو ته جدي زیان ونه رسوي او له خنډني یې نه کړي. خو په اوږد مهال کې یقینا چې منفي او ناوړه اغیزې لري. "

د "آی ام اف" په مرستو کې هغه څه باندې ۷۰ میلیونه ډالره هم شامل دي چې افغان حکومت یې د کابل بانک سره د مرستې وړاندیز کړی و.

تر دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې د حکومت له لوري له کابل بانک سره د مالي مرستې وړاندیز رد کړی و.

افغان حکومت ویلي د هغو کسانو دوسیې چې د کابل بانک په درغلیو او سرغړونو کې یې لاس درلود د عدلي تعقیب لپاره لویې څارنوالۍ ته لیږل شوي دي.

په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزیز الله لودین وایي څارنوالۍ ته یې د هغو څه باندې 200 کسانو نوملړ ورسپارلی چې له کابل بانک نه يې پورونه وړي دي.

اوسمهال افغانستان یوازې شاوخوا خپله نیمایي لګښتي بوديجه له کورنیو عوایدو برابروي او پاتې نوره لګښتي او بشپړه پرمختیایي بوديجه له نړیوالو مرستو تمویلیږي.

ورته مطالب