د افغانستان په شمال کې درې ترکان تښتول شوي

Image caption د افغانستان په شمالي جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو حضور او فعالیتونه ډېر شوي دي .

د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې نامعلومو وسله والو درې ترکي وګړي تښتولي دي .

دغو ترکانو دڅرمنو په یوه افغان سوداګریز شرکت کې کار کاوه .

دجوزجان ولایت امنیتي چارواکي وایي په دې اړه يې پلټنه پیل کړې، خو تر اوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي .

یوه افغان چارواکي ويلي، تښتوونکو د دغو ترکي وګړو د خوشي کولو په مقابل کې پیسې غوښتې دي .

دغه درېواړه ترکان د فاریاب- جوزجان پر لاره تښتول شوي .

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جوزجان یوه امنيتي چارواکي یې د تښتولو پړه پر طالبانو اچولې ده .

د محمد ابراهیم په نامه د جوزجان یوه امنيتي چارواکي ویلي، تښتوونکو له هغه دفتر سره تیلې فوني اړیکه نیولې، چې دغو ترکانو په کې کار کاوه او د خوشي کولو په مقابل کې یې پیسې ترېنه غوښتې دي .

د افغانستان په شمالي جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو حضور او فعالیتونه ډېر شوي دي .

ورته مطالب