فاریاب: لاسي بم ۱۷ زده کوونکي ټپیان کړل

Image caption په ښوونځيو بريدونود ډيرو سيمو خلک د خپلې راتلونکي نسل د زده کړې په اړه اندېښمن کړي دي

دا زده کووونکي هغه مهال ژوبل شول چې د افغانستان د شمال لويديځ ولايت فارياب په مرکز میمنه کې د یوه ښوونځي عمومي دروازه کې پر موټر سايکل سپوريوه وسله وال پۀ زده کوونکو لاسي بم و غورځولو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري په دې تړاو په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د چاودنې په پايله کې د ښوونځي لږ تر لږه ۱۷ زده کوونکي ټپیان شوي دي. وزارت وايي بريدګر يې نيولی چې په خبره يې په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي برید کوونکي د مرکز میمنې د علي شېر نوايي ښوونځي په عمومي دروازه کې پر زده کوونکو ګرنیټ بم غورځولی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د افغانستان په شمال کې د سوېل په توپير دا ډول بريدونه دومره زيات نه وو، خو په وروستيو مېاشتو کې په فارياب کې د حکومت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي.

پر ښوونځيو دا ډول بريدونه نوي نه دي او څو ځله د حکومت وسله والو مخالفينو ښوونځي، ښوونکي، د ښوونځيو ساتونکي او زده کونکي په نښه کړي دي.

د افغانستان په ناکراره سيمو کې ډېر ښوونځي تړل شوي او په لسګونو زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

تر دې وړاندې د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې زده کوونکې نجونې د زهرجنو غازو په وسيله بې هوښه کړای شوې وې.

د دغو پېښو وروستۍ يې د افغانستان د مرکزي ولايت باميانو د پنجاب ولسوالۍ پر يوه ښوونځي د زهرجنو غازو شيندل وو چې له امله يې په لسګونو نجونې مسمومې شوې.