''له افغانستان څخه د پوځيانو په ایستلو کې بیړه نه کوو''

ډېوېډ کامیرون
Image caption د برتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون د دوشنبې پر ورځ (د جولای څلورمه) افغانستان ته ولاړ .

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د دوشنبې پرورځ په افغانستان کې د خپل سفر پرمهال وویل، له افغانستان څخه به په ډېر شمېر کې پوځيان نه وباسي .

ډېوېډ کامیرون دا څرګندونې د افغانستان سوېلي ولایت هلمند ته د سفر پرمهال کړې دي .

د برتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون د دوشنبې پر ورځ (د جولای څلورمه) افغانستان ته ولاړ .

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې د افغانستان جګړه یوه نوي پړاو ته ننوتې، چې په وینا یې له همدې کبله له افغانستان څخه برتانوي پوځيان ایستل کېږي .

خو هغه وویل، هغه پوځيان چې له افغانستان څخه ایستل کېږي، شمېر یې ډېر نه دی .

د راپورونو له مخې، د روان کال تر پایه به شاوخوا ۴۰۰ برتانوي سرتېري خپل هېواد ته ستانه شي او نژدې ۹۵۰۰ سرتېري به یې لاهم په افغانستان کې پاتې شي .

د ورک شوي سرتېري مړی

کامیرون هلمند ته داسې مهال سفر کړی، چې په دغه ولایت کې تېره ورځ یو برتانوی سرتېری تری تم شو، چې بیا وروسته یې مړی وموندل شو .

د برتانیا دفاع وزارت ویلي، د وژل شوي سرتېري پر بدن د ډزو له کبله ټپونه لیدل کېږي، خو طالبانو ویلي چې دغه سرتېری یې په یوه نښته کې وژلی دی .

وړاندې د برتانیا دفاع وزارت ویلي وو چې افغانستان کې یې یو سرتېری تری تم شوی چې د موندلو لټون یې روان دی .

راپورونه وايي چې دغه سرتېری د دوشنبې پر ګهيځ له پوځي اډې په خپل سر وتلی دی .

د راپورونو پربنسټ، دغه سرتېری د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې وزل شوی .

د برتانیا لومړي وزیر ددغه سرتېري په وژنه خواشيني ښودلې ده .

برتانیا له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو اعلان داسې مهال کړی، چې دوه ورځې وړاندې درو امریکايي سناتورانو له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د ایستلو طرحه خطرناکه بللې وه .

جمهوریت غوښتونکي سناتور جان مک کین له لیندزي ګرېهام او جو لیبرمن سره افغانستان ته د خپل سفر پرمهال وویل، د پوځيان د ایستلو اعلان به طالبان او نور اورپکي زړور کړي .

د انځور حقوق AFP
Image caption کامیرون داسې مهال هلمند ته تللی، چې په دغه ولایت کې یو برتانوی سرتېری تری تم شو او بیا وروسته یې مړی وموندل شو .

بل جمهوریت غوښتونکي سناتور لیندزي ګرېهام وویل، په بیړه د پوځيانو شمېر راکمول ښايي ددې لامل شي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د کنټرول لپاره ځانونه چمتو نه شي کړای .

بل خوا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو نوي عمومي قومندان جنرال جان الن هم د پوځيانو د ایستلو پر طرحې اندېښنه ښوولې ده .

دا مهال په افغانستان کې نژدې ۱۰۰ زره امریکايي پوځيان دي، چې د اوباما د اعلان له مخې به د روان کال تر پایه لس زره او د راتلونکي ۲۰۱۲ کال تر سپتمبر پورې ۲۳ زره نور له افغانستان څخه ووځي .

ورته مطالب