مولانا فضل الرحمن: د امریکایانو وتل کورنۍ جګړې ته لمن وهي

مولانا فضل الرحمن
Image caption مولانا فضل الرحمن: '' د افغانستان په اړه باید د افغانستان علماء نظر ورکړي. له جغرافيوي پوله نړۍ توپیر لري، زه د افغانانو له مبارزې معنوي دفاع کوم، خو افغانان د خپلې مبارزې طریقه او څرنګوالی پخپله ټاکي .''

په پاکستان کې د یوه لوی سیاسي مذهبي ګوند مشر وايي له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو سم لاسي وتل به یوځل بیا په دغه هېواد کې کورنیو جګړو ته لمن ووهي .

د 'جمعیت علمای اسلام' ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، چې افغانستان کې د اورپکو ډلو ملاتړی دی، وايي امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې باید د خبرو اترو او سولې لاره هواره کړي .

د افغانستان دولت هیله من دی چې دغه پاکستانی مذهبي مشر د سولې د خبرو لپاره د دریم ګړي رول لوبولی شي .

زموږ خبریال هارون نجفي زاده له مولانا فضل الرحمن لومړی په لومړي سر کې پوښتلي چې د خپل ګوند له اړخه د افغانستان له دولت څخه دده غوښتنه څه ده ؟

ځواب: دا چې د افغانستان د مسالۍ د حل لپاره موږ څه کولای شو، اوس زه څه نه شم ویلای، تراوسه زموږ کار او کړنه لا نه ده په ډاګه شوې . د افغانستان د سولې عالي شوری تازه کار پیل کړی او د راتلونکي ګام لپاره دوی هم کوم پروګرام نه لري .

پوښتنه: ایا فکر کوﺉ چې خبرې اترې به امکان ولري؟

ځواب: زه له لومړۍ ورځې د خبرو پلوی وم. له زوره باید کار وانخیستل شي. سیاسي تفاهم باید د خبرو له لارې رامنځ ته شي . له شک پرته له دې ناخوالو وروسته بدبینۍ او عصبانیت ډېر شوی . عادي حالت ته راګرځېدل او داسې فضا رامنځ ته کول، چې دواړې غاړې سره کښېني، او له یو بل سره خبرې وکړي، په مخ کې ډېرې ستونزې لري .

پوښتنه: د خبرو لپاره د طالبانو یو اصلي شرط له افغانستان څخه د بهرنیو پوځيانو وتل دي، اوس چې امریکایان وايي، وځي به، ایا دا د پرمختګ یو ګام کېدای شي؟

ځواب: باید وکتل شي چې له افغانستان څخه د امریکایانو وتل د خیر غوښتنې او د افغانستان د حل لپاره دي، یا دا چې بله چاره نه لري او له ماتېدو سره خپل پوځيان وباسي.

پوښتنه: تاسې وویل که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، په دغه هېواد کې به یوځل بیا کورنۍ جګړې پیل شي، په کوم دلیل؟ ایا د افغانستان ملي اردو د وضعیت د کنټرول توان نه لري؟

ځواب: حل لاره یوازې د بهرنیانو په وتلو کې نه ده. د افغانستان د مسالۍ د حل لپاره باید ټول اړین ګامونه واخیستل شي، په لوبه کې ټول ښکېل هېوادونه راګډ کړای شي او سیاسي ګامونه واخیستل شي . د بهرنیو ځواکونو وتل باید په همدې چوکاټ کې وي، که چېرې امریکا یو په یو له افغانستان څخه وتل اعلانوي، دا دوه خبرې کېدای شي: لکه څنګه مې چې مخکې وویل یا دا چې د خبرو اترو لپاره دا کار کوي، او یا هم د ماتې په پایله کې له وتلو پرته بله چاره نه لري .

پوښتنه: په افغانستان کې خلک وايي که چېرې د پاکستان پوځ د طالبانو ملاتړ ونه کړي او مدرسې طالبان تولید نه کړي، په دې صورت کې به وضعیت ښه شي؟

ځواب: دا په افغانستان کې د ننه د خلکو نظر دی . خو په پاکستان کې خلک بیا وايي که چېرې د پاکستان پوځ یې مانع شوی نه وای، موږ به اوس افغانستان نیولای وای .

پوښتنه: ستاسې ګوند د اسامه لپاره دعا کړې وه او فاتحه یې واخیسته، پښېمانه نه یاست؟

ځواب: زموږ ځینو استازو فاتحه واخیسته، ددې لپاره پروګرام نه وو نیول شوی، خو بیا هم اسامه بن لادن چې یو مسلمان و، باید جنازه یې وشي او که نه؟ یعنې امریکا چې یو داسې څوک وژني چې مسلمان هم وي، ایا جنازه یې دې ونه شي؟

پوښتنه: د شمالي وزیرستان شاوخوا درې سوه ديني علماء راغونډ شوي ول و ویل یې چې ځانمرګي بریدونه حرام دي او هېڅوک باید بل ته منافق یا کافر ونه وايي، ایا دا به د ځانمرګو بریدونو په تړاو پر بیا کتنه اغېز وکړي؟

ځواب: تاسې وینئ چې دلته او هلته ځانمرګي بریدونه کېږي، خو هغه څه چې نه وینئ دا دي چې د ځوانانو او زلمیانو په منځ کې د ځانمرګو بریدونو په اړه د علماوو د نظر اغېز دی. د هغوی د نظر له کبله، ګڼ کسان له ځانمرګو سره نه دي یوځای شوي .

پوښتنه: که چېرې تاسې د ځانمرګو بریدونو مخالف یاست، نو ایا یوازې پاکستان کې حرام دي او که افغانستان کې هم؟

ځواب: د افغانستان په اړه باید د افغانستان علماء نظر ورکړي. له جغرافيوي پوله نړۍ توپیر لري، زه د افغانانو له مبارزې معنوي دفاع کوم، خو افغانان د خپلې مبارزې طریقه او څرنګوالی پخپله ټاکي .

پوښتنه: افغاني طالبان تاسې ته څومره درناوی لري، که تاسې ورته ووایاست چې جګړه مه کوﺉ او د سولې له بهیر سره یوځای شئ، ایا فکر کوﺉ څه ځواب به درکړﺉ؟

ځواب: دا به هله معلومېږي چې لومړی افغان طالبان له تور لېسته وایستل شي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته یې نومونه پاک کړل شي. راپورته شي او له موږ سره یوځای شي، بیا موږ ویلای شو چې طالبان زموږ خبرې ته څومره اهمیت ورکوي .

ورته مطالب