د افغانستان په ختيځ کې اورپکو ته د 'درانه زیان' اوښتو ادعا

وسله وال طالبان
Image caption وسله والو طالبانو خپل لوري ته مرګ ژوبله تایید کړې، خو وايي چې کورنیو او بهرنیو پوځيانو ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

افغان چارواکو ویلي، د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې یې د عملیاتو پرمهال تر ۲۰ ډېر وسله وال طالبان وژلي .

دوی دا هم ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو په تور اووه کسان نیولي .

د افغان چاروکو په وینا، په وژل شوو کې کې یې ګڼ بهرني اورپکي دي، چې د سیمه ییزو چارواکو په خبره د پاکستان له قبايلي سیمو ننګرهار ته راوښتي دي .

چارواکو ویلي دغه عملیات د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې شوي، طالبانو ددغو عملیاتو په لړ کې د خپلو ځينو ملګرو د وژل کېدو راپور تایید کړی، خو وايي چې په مقابلو بریدونو کې یې افغان او بهرنیو سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده .

د ختيځ ولایت ننګرهار ځايي چارواکو ادعا کړې چې ټول وژل شوي وسلې په لاس کسان وو .

خو د سیمې یوشمېر اوسېدونکو ویلي، چې د بهرنیو او افغان ځواکونو ددغو عملیاتو په لړ کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي، دا عملیات په سیمه کې د وسلو د زېرمتون د له منځه وړلو او همدارنګه په ننګرهار کې د ترهګریزو بریدونو د مخنيوي په موخه شوي .

بل خوا په ختيځ زون کې د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال امین الله امرخېل، چې څو ورځې وړاندې یې له خپلې دندې استعفی هم اعلان کړې، ویلي چې د ننګرهار په نازیان ولسوالۍ کې یې د ترهګرو بریدونو په تور اووه کسان نیولي .

Image caption جنرال امرخېل ویلي، له نیول شوو کسانو سره وسلې وې او یوه یې پر ځان پورې چاودېدونکي توکي هم تړلي وو .

نوموړی زیاتوي، چې نیول شوي پاکستانیان دي، چې د نیول کېدا پرمهال یې د ښځو جامې اغوستې وې .

جنرال امرخېل ویلي، له نیول شوو کسانو سره وسلې وې او یوه یې پر ځان پورې چاودېدونکي توکي هم تړلي وو .

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه ډېر کړي، چې تازه پېښه کې پلازمېنه کابل کې په انټر کانټننټل هوټل وه، چې تر لسو ډېر کسان په کې ووژل شول .

ورته مطالب