پروان کې د ناټو بار وړونکې الوتکه رالوېدلې

ایلویشین ۷۶ ډوله الوتکه
Image caption د راپورونو له مخې، په روسیه کې دغه ایلویشین ۷۶ ډوله الوتکه د تېرې سه شنبې ورځې په وروستیو کې د رادار له کرښې ورکه شوه، چې بیا وروسته وموندل شوه، چې د کابل په شمال لوېديځ کې راولوېده .

د پروان چارواکي وايي ددغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو یوه بار وړونکې الوتکه رالوېدلې ده .

د پروان ځايي چارواکو ویلي، د اذربایجان دغه په کرایه نیول شوې د ناټو الوتکه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د سیاه ګرد ولسوالۍ په قندقستان سیمه کې رالوېدلې ده .

د سیاه ګرد ولسوال عبدالحلیم رسنیو ته ویلي، د الوتکې په رالوېدو سره یوه لویه چاودنه هم وشوه .

دوی وايي چې د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې .

د پروان والي عبدالبصیر سالنګي رسنیو ته ویلي، تر دې مهاله د الوتکې د رالوېدو سبب نه دی په ډاګه شوی او نه هم د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات شته .

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې الوتکه دوی په نښه کړې، خو تر دې مهاله دا ادعا چا نه ده منلې .

راپورونه وايي چې په الوتکه کې د اذربایجاني عملې سربېره، د امریکايي ځواکونو لوژيستيکي توکي بار وو، چې د اذربایجان له باکو څخه بګرام ته روانه وه .

د راپورونو له مخې، په روسیه کې دغه ایلویشین ۷۶ ډوله الوتکه د تېرې سه شنبې ورځې په وروستیو کې د رادار له کرښې ورکه شوه، چې تېره شپه د کابل په شمال لوېديځ پروان ولایت کې راولوېده .

Image caption په تېر اکتوبر کې هم د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یوه بار وړونکې الوتکه کابل ته څېرمه راولوېده، چې اته واړه عمله یې په کې ووژل شول .

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ترانسپورتېشن قومندان جېمز لو ویلي، په الوتکه کې هېڅ کوم امریکايی نه و .

په تېر اکتوبر کې هم د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یوه بار وړونکې الوتکه کابل ته څېرمه راولوېده، چې اته واړه عمله یې په کې ووژل شول .

په وژل شوو کې یو هندی او یو د کینیا وګړی او شپږ فیلیپينیان وو .

ورته مطالب