کامیرون: طالبان باید په افغانستان کې راتلونکی ولري

کرزی او کامیرون
Image caption کامیرون وویل برتانیا به تر ۲۰۱۵ وروسته هم له افغانستان سره خپل اوږدمهاله دوستانه اړيکي وساتي .

د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون وايي طالبان باید په افغانستان کې راتلونکی ولري او له هغوی سره د بیا پخلاينې پراخې هڅې وشي .

ښاغلي کامیرون په دغه لړ کې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې او بیا پخلاينې د پروسې ملاتړ وکړ .

ډېوېډ کامیرون چې په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یوګډ خبري کنفرانس ته غږېده، وویل، دوی به له ۲۰۱۴ کال نه وروسته په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي ماموریت ونه لري، خو د افغان ځواکونو روزلو او له هغوی سره مرستې روانې ساتي .

ولسمشر کرزي بیا په راتلونکو څو میاشتو کې له برتانیا سره د یوه اوږده مهال ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو خبره وکړه .

ښاغلي کرزي وویل، په دغه تړون کې پر اقتصادي او کولتوري همکارۍ سربېره په افغانستان کې د یوې پوځي اکاډيمۍ جوړېدل هم شامل دي، چې برتانیا به یې په جوړولو کې همکاري کوي .

ولسمشر کرزي دا څرګندونې د سه شنبې پر ورځ (د جولای پنځمه) په کابل کې د برتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون سره خبریالانو ته په یوه ګډه غونډه کې وکړې .

د ښاغلي کرزي ټينګار دا و، چې د برتانیا تر امریکا وروسته د افغانستان د لانجې په حل او د روغې جوړې په پروسه کې فعاله ونډه لرلی شي :

''ډېوېډ کامیرون په افغانستان کې د ثبات راتلو او د سولې په بهیر کې جدي دی، او له دغه هېواد سره د نژدې اړیکو غوښتونکی دی . لومړی وزیر غواړي چې هېواد یې له افغانستان سره نژدې او دوستانه اړيکي ولري . ''

ښاغلي کرزي وویل، د برتانیا له لومړي وزیر سره یې ددواړو هېوادونو پر راتلونکو اړیکو او افغان ځواکونو ته د لېږد د بهیر په اړه خبرې وکړې .

حامد کرزي وویل، د انګلستان لومړي وزیر ژمنه ورسره وکړه چې هېواد به یې له افغانستان سره په اقتصادي او کلتوري برخو کې اړیکي پیاوړي کوي .

برتانیا وړاندې هم ویلي وو چې تر ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو وروسته چې برتانوي پوځيان به له افغانستانه ووځي، له دغه هېواد سره خپل اوږده اړيکي وساتي .

حامد کرزي وویل، چې له برتانیا سره د اړیکو پر ټينګښت او لو لړ نورو موضوع ګانو به په راتلونکو دوو میاشتو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ددواړو هېوادونو په ګټه یو تړون هم لاسلیک شي .

د پاکستان بریدونه

ولسمشر کرزي د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د بریدونو په تړاو وویل، چې په دې اړه یې له پاکستاني ولسمشر او چارواکو سره جدي خبرې کړې، چې دا بریدونه ودروي .

خو پاکستان رد کړې چې ګني دا بریدونه ددوی د ځواکونو له لوري شوي دي .

ښاغلي کرزي ددې پوښتنې په اړه چې ولې پر پاکستان ځوابي برید نه کوي؟ وویل: ''که موږ پر پاکستان برید وکړو، عام وګړي به په کې ووژل شي، او موږ هېڅکله نه غواړو چې د خپل ګاونډي هېواد عام وګړي ووژنو، موږ د ورورګلوۍ په فضا او عاقلانه توګه له دوی سره خبرې کوو .''

د انځور حقوق b
Image caption ولسمشر کرزي د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د بریدونو په تړاو وویل، چې په دې اړه یې له پاکستاني ولسمشر او چارواکو سره جدي خبرې کړې، چې دا بریدونه ودروي .

که له یوې خوا ولسمشر کرزي د پاکستان له خوا پر افغانستان د بریدونو په اړه ډېر جدي نه ښکاېده، خو وویل چې د دې مسالې د حل لپاره له پاکستاني حکومت سره جدي خبرې روانې دي .

ښاغلي کرزي وویل، که چېرې دواړه هېوادونه پر یو بل د ټوپک خوله راواړوي، نو جګړه مارې ډلې به په ګټې اخیستو په دواړو هېوادونو کې روانو تاوتریخوالو ته لا پسې لمن ووهي .

تېره ورځ د افغانستان ولسې جرګې خبرداری ورکړ که چېرې پاکستان پر افغان خاوره بریدونه ونه دروي، نو متقابل بریدونه به پرې وکړي .

ورته مطالب