په افغانستان کې د ناټو ۶ عسکر وژل شوي

ایساف سرتېري
Image caption د طالبانو له خوا ددوبنیو عملیاتو په ډېرېدا سره په افغانستان کې نښتې او بریدونه ډېر شوي دي .

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو ویلي، ددغه هېواد په ختيځ او سوېل کې شپږ بهرني پوځيان وژل شوي .

ایساف وايي، درې سرتېري یې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوي او څلورم هغه یې بیا په یوه برید کې وژل شوی دی .

د طالبانو له خوا ددوبنیو عملیاتو په ډېرېدا سره په افغانستان کې نښتې او بریدونه ډېر شوي دي .

په دې وروستیو اوونیو کې د پاکستان پولې ته څېرمه ناامنۍ ډېرې شوې دي .

ایتلافي ځواکونو د یوې بلې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پنځم بهرنی پوځي په سوېل کې تر ټپي کېدا وروسته مړ شوی دی .

بهرنیو ځواکونو د وژل شوو بهرنیو پوځيانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي .

د تېرې دوشنبې پر ورځ په هلمند کې یو برتانوی سرتېری له خپلې اډې تری تم شو، چې بیا وروسته یې مړی وموندل شو .

ددغه سرتېري د وژلو پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده .

دغه سرتېری د تېرې پر تېره دوشنبه د برتانوي ځواکونو د لټون پرمهال داسې وخت مړ وموندل شو، چې هلمند ته د برتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون هم ورغلی و .

په پام کې ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د افغانستان د اوو سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .

دا افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر لومړی ګام دی .

پر همدې مهال، اوس امریکايي چارواکي له وسله والو طالبانو سره د خبرو مسالې ته ډېر اهمیت ورکړی .

ورته مطالب