کاناډا په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوۀ

برتانوي پوځيان
Image caption کاناډا په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري لري چې ډېری يې په سويلي ولايت کندهار کې مېشت دي .

کاناډا په افغانستان کې تر نهه کلن پوځي ماموریت وروسته د خپلو پوځيانو ایستل پیل کړل .

د کاناډايي پوځيانو وروستۍ قطعه له سوېلي ولایت کندهار څخه تېره ورځ ووتله او امریکايي ځواکونه یې ځای ناستي شول .

د کاناډا پارلمان هوډ کړی و چې تر ۲۰۱۱ کال پورې یې له افغانستان څخه ۲۸۰۰ سرتېري هېواد ته ستانه شي .

د ناټو ګڼو غړو هېوادونو اعلان وکړ، چې سر له ۲۰۱۱ کال راهیسې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو له پرېکړې سره هم غاړي دي .

کاناډا د ناټو لومړی غړی هېواد دی، چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو ماموریت پای ته رسوي .

کاناډايي سرتېري وروسته له هغه افغانستان ته راغلل چې د طالبانو رژيم وپرځېد، خو د دوی شمېر پنځه کاله وړاندې زيات شو . کاناډا په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري لري چې ډېری يې په سويلي ولايت کندهار کې مېشت دي .

په تېرو څو کلونو کې د کاناډا ۱۵۰ عسکر وژل شوي دي.

Image caption د کاناډا سفیر وايي شاوخوا ۱۰۰۰ کاناډايي پوځي روزونکي به افغان ځواکونه وروزي .

په کابل کې د کاناډا سفير بي بي سي ته وويل چې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې به کاناډا خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

''په افغانستان کې د کاناډا اوسنی ماموريت په ۲۰۰۸ کال کې زموږ په پارلمان کې تصويب شو. د دغې پرېکړې په يوه برخه کې پارلمان وويل چې موږ بايد تر ميلادي ۲۰۱۱ کال پورې په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت ختم کړو، خو زموږ شاوخوا ۱۰۰۰ پوځي روزونکي به افغان ځواکونو ته پوځي روزنه ورکوي.''

روزنیز ماموریت

پر همدې مهال، کاناډايي چارواکو ویلي، چې افغانستان کې به ۹۵۰۰ کاناډايي پوځيان د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پاتې کېږي .

د کاناډا يي پوځيانو د پای ته رسېدو په تړاو په کندهار کې د جوړو شوو مراسمو په لړ کې افغان قومندان جنرال احمد حبیبي هم ګډون کړی و .

نوموړي وویل: ''افغانستان کې ستاسې درناوی لاهم د افغانستان د خلکو په منځ کې پاتې دی، دا هغه څه دي چې تاسې یې په ویاړ سره خپل هېواد ته درسره وړلای شئ.''

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو او افغانستان ته د امریکايي ځواکونو تر لېږلو څو میاشتې وروسته کاناډا هم افغانستان ته د سرتېرو استولو هوډ وکړ .

Image caption د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو او افغانستان ته د امریکايي ځواکونو تر لېږلو څو میاشتې وروسته کاناډا هم افغانستان ته د سرتېرو استولو هوډ وکړ .

امریکا هوډ لري چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه له افغانستان څخه خپل ۳۳ زره سرتېري وباسي چې د برتانیا، فرانسې او بلجیم په ګډون د ناټو غړو هېوادونو د ورته ګام اخیستو اعلان کړی .

په پام کې ده چې تر دوو راتلونکو اوونیو پورې له نړیوالو ځواکونو افغان ځواکونو ته د اوو سیمو امنيتي چارې وسپارل شي .

افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو لرۍ به د ۲۰۱۴ کال تر ختمېدو پای ته ورسېږي .

ورته مطالب