فراه: تښتول شوي ماین پاکان راخوشي شول

ماین پاک د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وړاندې د فراه والي ویلي وو چې دغه ماین پاکان د کار پرمهال طالبانو تښتولي، خو طالبانو دا ادعا رد کړه.

د فراه ولایت چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې تښتول شوي ماین پاکان راخوشي شوي دي.

د فراه د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي، له ۳۲ تښتول شوو ماین پاکانو شپږ وژل شوي، چې دوه په کې د ملي اردو پولیس وو، او پاتې نور راخوشي شوي دي.

د فراه سیمه ییز چارواکي وایي د 'دافا' ماین پاکۍ موسسې ټول هغه کارکوونکي چې له تښتوونکو سره ژوندي پاتې شوي وو، راخوشي شوي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د جارواکو په وینا، د نوموړې موسسې له ۳۲ تښتول شوو کارکوونکو ۶ تنه په اسارت کې وژل شوي دوه تنه د یوه ډاکټر په ګډون پرون او پاتې نن (دوشنبه) د بالابلوک او دلارم ترمنځ په یوه پرته سیمه کې راخوشي شوي.

د فراه د امنیې قوماندان سید محمد روشندل یې په اړه وايي:

۲۶'' تنه چې ژوندي پاتې وو، د مخورو او قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي شوي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي. سره له دی چې په دوی کې یوشمېر وهل شوي، خو روغتیایي وضعیت یې ښه دی.''

په فراه کې امنیتي چارواکي وایي چې د دغو کسانو د راخوشي کولو په بدل کې هېڅ ډول معامله نه ده شوې.

د دافا دغه ۳۲ تنه کارکوونکي تېره اوونۍ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې تښتول شوی و. که څه هم چارواکي د پېښې پړه پر طالبانو اچوي، خو وسله والو طالبانو دا خبره رد کړې.

د یکشنبې راپور

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي د هغو ۳۲ تنو ماین پاکانو له ډلې چې تېره اوونۍ تښتول شوي وو، شپږ تنه یې وژل شوي دي.

د فراه ولایت د امنیت آمر محمد غوث ملیار بي بي سي ته وویل دغه کسان د بکوا په سیمه کې تښتول شوي وو چې د پاتې کسانو پسې یې لټون روان دی :

''موږ ته چې کوم راپورونه راغلي، څلور کسان وړاندې وژل شوي او دوه نور یې تېر ماښام وژلي، چې ټول وژل شوي شپږ کسان دي. په دوی کې د یوه مړی لېږدول شوی او د سپین ږیرو په مټ هڅه کېږي، چې د پنځو نورو مړي هم راولېږدول شي. ''

ښاغلي ملیار زیاته کړه، چې پاتې کسان لاهم د تښتوونکو په منګولو کې دي.

د فراه ولایت د امنیت آمر وویل چې د پاتې کسانو د راخوشي کولو په موخه په بالابلوک او شیوان سیمو کې عملیات پیل شوي.

ده وویل داسې راپورونه ورغلي چې ۱۵ کسان شیوان ته لېږدول شوي.

دغې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې نن سهار یې خپل عملیات ګړندي کړي، خو تر دې دمه یې کومه مثبته لاسته راوړنه نه لرله.

د ډاکار ماین پاکۍ مؤسسې دغه ماین پاکان د روانې سرطان/چنګاښ پر ۱۵مه وتښتول شول.

هغه مهال د فراه والي روح الامن رسنیو د تښتول شوو کسانو پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، چې په وینا یې په بکوا کې د کار پرمهال یې تښتولي.

خو طالبانو په پیل کې له خپل لوري ددغو ماین پاکانو د تښتولو خبره رد کړه.

د روانې جولای په لومړیو کې پکتیا ولایت کې هم د ماین پاکۍ مؤسسې اړوند تر لسو ډېر ماین پاکان تښتول شوي وو.

د مقر ولسوال ووژل شو

بل خوا، د افغانستان په لوېديځ کې د بادغیس ولایت د مقر ولسوال محمد داود احمدي د سړک غاړې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی.

د بادغیس د والي ویاند شرف الدین مجیدي بي بي سي ته وویل، ښاغلی احمدي داسې مهال ووژل شو چې ګاډی یې د سړک غاړې پر یوه شلخي ماین وربرابر شو.

مجيدي دا هم وویل چې له ولسوال سره څلور کسه نور ټپیان شوي دي.

ورته مطالب