افغان ساتونکي د ناټو دوه سرتېري ووژل

روزنه
Image caption دا لومړی ځل نه دی چې د افغان سرتېرو له خوا بهرني عسکر وژل کېږي .

د پلازمېنې کابل په شمال کې پنجشیر دره کې د ملي امنیت کارکوونکي په ډزو دوه امریکايي پوځيان وژل شوي یو بل ټپي دی .

برید کوونکی هم د امریکايي پوځيانو په متقابلو ډزو وژل شوی .

پېښه د ملي امنیت د کارکوونکي او امريکايي ځواکونو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته د شنبې ورځې په ګهيځ رامنځ ته شوې .

ویل کېږي، د ملي امنیت دغه مامور په رخصتۍ و، چې د ولايتي بيارغاونې له ډلې سره یې د ملګرو امریکايي پوځيانو د کاروان ددرولو هڅه وکړه .

په تېر کې هم د افغان سرتېرو په ډزو بهرني پوځيان وژل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د ملي امنیت یو کارکوونکی پر بهرنیو پوځيانو د ټوپک خوله را اړوي .

د پنجشیر امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ رسنیو ته ویلي، پېښه ددغه ولایت په 'دره' ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده .

دره ولسوالي د پلازمېنې کابل په شمال کې ۶۲ کیلومتره لیرې پرته ده .

راپورونه وايي لفظي شخړه تر هغه وروسته په ډزو واوښته، کله چې د ملي امنیت د لومړي مرستیال د ساتونکي له لوري د بهرنیو ځواکونو کاروان ته د درېدو امر وشو، او ویل کېږي چې امریکايي پوځيانو ترې وغوښتل، چې له لارې خپل ګاډي یوې خوا ته کړي .

د استخباراتو مامور پر امریکايي پوځيانو ډزې وکړې دوه یې ووژل او درېیم یې ټپی کړ .

بیا نورو امریکایانو دی هم په ډزو وواژه .

ناټو ځواکونو ویلي، د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې او ژر به یې په اړه کره مالومات خپاره کړي .

د پنجشېر مرستیال والي عبدالرحمن کبیري د پېښې په تاییدولو سره ویلي، چې د ملي امنیت دغه مامور چې په اصل کې د پنجشسر و، په کابل کې دنده لرله، خو په دې ورځو کې په رخصتۍ و .

کبيري زیاتوي، د پېښې د زیاتو جزییاتو په اړه اوس څه نه شي ویلای .

په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو لړۍ پیبل شي .

په دې لړ کې د پنجشیر ولایت امنيتي چارې هم په لومړي پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي .

یوه میاشت وړاندې، په پنجشیر کې یو ايټالوی وګړی وژل شوی و، خو دا په دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د بهرنیو عسکرو د وژل کېدا لومړۍ پېښه ده .

ورته مطالب