په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوزی، افغانستان او نړۍ کې د فلم جوړونې ګټه وټه

Image caption ټرانسفرمرز-ډارک اف ده مون: Transformers Dark of The Moon يانې لېږدېدونکي او د سپوږمۍ تياره هغه امريکايي فلم دى چې په يوه اوونۍ کې يې ٣٧٢ ميلونه ډالره گټه کړې ده .

پيلوزى په کابل کې بل شو---يوه انگليسي فلم په يوه اوونۍ کې ٣٧٢ ميلونه ډالر گټلي،په اړه يې راپور لرو.

ورپسې به په پوه بحث کې واورو چې د افغاني فلمونو گټه وټه څنگه ده .

يوې افغانې ليکوالې د ماشومانو د ادب د ژباړو په برخه کې د مصور خپرندوى بنسټ جايزه وگټله .

د حبيب الله رفيع نندارتون نومې څيړنيز کتاب ته به لنډه کتنه هم ولرو .

سربيره پردې له يوې هلمندۍ پيغلې سره د هغې د شاعرۍ په اړه خبرې لرو .

ټرانسفرمرز-ډارک اف ده مون: Transformers Dark of The Moon يانې لېږدېدونکي او د سپوږمۍ تياره هغه امريکايي فلم دى چې په يوه اوونۍ کې يې ٣٧٢ ميلونه ډالره گټه کړې ده .

د فلم کيسه ساينس فيکشن ده او هغه په دې توگه چې له کومې بلې نړۍ څخه راغلي ژوندي سري د ځمکې د ولکې پر سر له انسانانو سره جگړه کوي، هدايت الله هميم ورته لنډه کتنه لري .