د ټاکنيزو پرېکړو حل ته نوې کمېټه جوړه شوه

ځانګړې محکمه
Image caption ځانګړې محکمې د ولسي جرګې ۶۲ هغه وکيلان چې د انتخاباتو کمېسيون بريالي اعلان کړي وو، رد کړل،

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د پارلماني ټاکنو پر سر د درې ګونو قواوو ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره يې يوه کاري کمېټه جوړه کړې ده.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کمېسيون بايد د جمعې تر مازيګره د دغې ستونزې د هواري په تړاو خپل مشخص وړانديز ولسمشرۍ ته وسپاري.

ټاکل شوې چې جوړ شوی کمېسيون به د درې ګونو قواوو ترمنځ د اختلاف لرې کولو په موخه د انتخاباتو د کمېسيون له لوري د ولسمشرۍ دفتر ته استول شوې شپږ ماده ييزه طرحه، و ارزوي.

له هغه را وروسته چې د ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه د ټاکنيزو شکايتونو د ارزونې لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې د ولسي جرګې ۶۲ هغه وکيلان چې د انتخاباتو د کمېسيون له لوري بريالي اعلان شوي وو رد کړل، د ولسي جرګې، ولسمشر حامد کرزي او سترې محکمې ترمنځ د دغې ځانګړې محکمې د قانونيت په اړه ناندرۍ راپورته شوي دي.

پر همدې مهال يو شمېر معترض کانديدان چې د ټاکنيزو شکايتونو د ارزونې د ځانګړې محکمې له لوري بريالي اعلان شوي ، په کابل کې يې په یوه ناسته کې خبرداری ورکړ چې هېڅوک د شکايتونو د څېړلو لپاره د جوړې شوې ځانګړې محکمې د پرېکړې د بدلولو حق نه لري.

دوی دغه راز د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړېوالې ټولنې غوښتي چې د دوی په اړه د ځانګړې محکمې له شوې پرېکړې ملاتړ وکړي.

د دغې ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې د اوسنۍ ولسي جرګې ۶۲ وکیلان رد صلاحيت شوي او ټيک همدومره نور دغې محکمې بريالي اعلان کړي دي.

ورته مطالب