'د چارواکو وژنه د سیمې د استخباراتي کړیو کار دی'

وحید عمر
Image caption د ولسمشر کرزي ویاند، وحید عمر د حکومت د مشر تابه په استازیتوب د جان محمد خان د وژل کیدو پیښې ته په خپل لومړني غبرګون کې کټ مت همدغه شک درلوده او دا یې د استخباراتي کړیو داسې هڅه وبلله چې موخه یې د هغه په وینا د نورو په احتیاج کې د افغانستان ساتل دي.

افغان حکومت د ولسمشر حامد کرزي د یوه مشر سلاکار او د ارزګان د پخواني والي جان محمد خان وژنه د هغو زنځیریي قتلونو د لړۍ دوام بولي چې د چارواکو په وینا د سیمې د استخباراتي کړیو په اشاره تر سره کیږي.

د ولسمشر ویاند وحید عمر په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د څرګندونو پر مهال دا د افغانستان د دښمنانو داسې یوه هڅه وبلله چې موخه یې له ناټو نه افغان ځواکونو ته د مسؤولیتونو د لېږد د بهیر ګډوډول دي.

د ولسمشر دغه سلاکار د افغانستان په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت له وکیل هاشم وطن وال سره یو ځای د یکشنبې پر ماښام په کابل کې په خپل استوګنځي کې د دوه وسله والو برید کوونکو په ډزو ووژل شو.

طالبان وایي دغه برید دوی کړی .

د طالبانو له لورې په خوره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي چې د جان محمد خان د وژلو پر طرحه له تیرو دریو کلونو راهیسې کار روان و.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي له دغو برید کوونکو سره په مقابله کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او نور درې افسران ژوبل شوي دي .

Image caption د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د پیښې د څرنګوالي او له دې اړخه د اووښتو تلفاتو په اړه په تازه جزیاتو کې د امنیتي کسانو همدغه نشتوالی د کابل په دریمه کارته کې د جان محمدخان کور ته د برید کوونکو د اسانه ننوتو لامل وباله.

په کابل کې د یکشنبې په ماښام د ولسمشر حامد کرزي د خورا با اعتباره سلاکار جان محمد خان وژل کیدو ته ، یوه اونۍ وړاندې په کندهار کې د ولسمشر د خپل ورور احمد ولي کرزي په وژل کیدو پسې د طالبانو د دوهم درانده ګوزار په نظر کتل کیږي.

د احمدولي کرزي د وژلو د پړې په څیر په ارزګان کې د پو پلزو د دغه غښتلي مشر او د پردې تر شا په کابل کې د واک په اډانه کې د یوې مهمې مهرې ، جان محمد خان د وژلو پړه هم سمدستي طالبانو پر غاړه واخیسته.

خو افغان حکومت له خپل لورې دا د مخورو افغانانو د وژلو کیدو د هغې لړۍ تازه پیښه بولي چې د چارواکو په وینا د سیمې د استخباراتي سازمانونو په اشاره او لارښوونه تر سره کیږي.

په کابل کې د ولسمشر کرزي ویاند، وحید عمر د حکومت د مشر تابه په استازیتوب د جان محمد خان د وژل کیدو پیښې ته په خپل لومړني غبرګون کې کټ مت همدغه شک درلوده او دا یې د استخباراتي کړیو داسې هڅه وبلله چې موخه یې د هغه په وینا د نورو په احتیاج کې د افغانستان ساتل دي.

د دا ډول مهمو شخصیتونو او چارواکو خوندیتوب ته د حکومت د کمزورې پاملرنې له اړخه هم نیوکې په ډیریدو دي، خو ښاغلي عمر وایي د ولسمشر وژل شوي سلاکار جان محمد خان پخپله د خپل کور په مخ کې د امنیتي کسانو د ګمارلو اجازه نه ورکوله.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشر دغه سلاکار د افغانستان په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت له وکیل هاشم وطن وال سره یو ځای د یکشنبې پر ماښام په کابل کې په خپل استوګنځي کې د دوه وسله والو برید کوونکو په ډزو ووژل شو.

بل خوا د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د پیښې د څرنګوالي او له دې اړخه د اووښتو تلفاتو په اړه په تازه جزیاتو کې د امنیتي کسانو همدغه نشتوالی د کابل په دریمه کارته کې د جان محمدخان کور ته د برید کوونکو د اسانه ننوتو لامل وباله.

چارواکي د وخت له اړخه د دا ډول وژنو په شمیره کې د ناڅاپي او توند زیاتوالي د راتلو لامل هم له ناټو نه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د انتقال د بهیر د ګډوډولو هڅې بولي . خو طالبان دا د بدر په نوم د خپلو عملیاتو د تګلارې له مخې کیدونکې بریدونه بولي.

ورته مطالب