پارلمان: د ګاونډیو هېوادو جاسوسي کړۍ هدفي وژنې کوي

ولسي جرګه
Image caption ځينو استازو ويل چې دا مهال د افغانستان سياسي نظام د گډوډېدو په حال کې دى، هغوى دغه څپ څپانده حالت نه يوازې د افغانستان په گټه نه بولي بلکې وايي که چېرې دغه لړۍ روانه پاتې کېږي نو ورسره، ورسره به دغلته لس کلنې لاس ته راوړنې هم په اوبو لاهو شي.

د افغانستان د ولسي جرگې غړو د خپل يوه همکار وژنه په سختو ټکو کې وعندنه او په دغه شان پېښو کې يې د ځينو گاونډيو هېوادونو استخباراتي کړۍ ښکېلې وبللې.

جرگه والو پر افغان حکومت غږ وکړ چې په دغه شان ترهگريزو پيښو کې دې پټ لاسونه وپيژني او په دې برخه کې دې د خپلو پلټنو پايلې خلکو ته په داگه کړي .

په ولسي جرگه کې د ارزگان د خلکو استازى تيره شپه په يوه ترهگريز بريد کې د افغان ولسمشر د يوه سلاکار جان محمد خان سره يو ځاى ووژل شو چې نن يې مړی د پارلمان د نورو وژل شوو غړو سره د ملي شوری په حضيره کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان د ولسي جرگې د يو لړ امنيتي اندېښنو پر سر تر ډېره د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه، خو په پيل کې کله چې په غونډه کې گڼو خبريالانو هم برخه لرله گڼو استازو ويل چې د دوى د همکار محمد هاشم وطن وال او نورو ملي سټو په وژنه کې نه يوازې طالبان بلکې د هخغوى په خبره ډير هغه بهرني لاسونه هم ښکيل دي چې وايي تر پيژندلو وروسته دې افغان ولس ته په داگه شي.

دغو استازو ويل که د ملي سټو او مخورو شخصيتونو د وزلو لړۍ همدغه شان روانه پاتې وي نو د هغوى په ټکو ورسره د افغانستان څپ څپانده نظام هم گډوډيدلاى شي .

په جرگه کې د دايکندي د خلکو استازى نصرالله صادقي زاده نيلي وايي چې د دغو شخصيتونو وژنه په افغانستان کې د سياسي پراختياوې سره نيغ په نيغه اړيکي لري ، هغه په دغو پيښو کې د ځينو گاونډيو هيوادونو استخباراتي کړۍ ښکيلې بولي:

''د دغو شخصيتونو وژنو ډيرې پوښتنې راولاړې کړي دي، زما په گومان موږ بايد دغه پيښې يوازې پر طالبانو پورې و نه تړو چې د دغو پيښو پړه مني ، دلته ډير نور خطرناک لاسونه هم شته چې بايد و پيژندل شي ، موږ د افغان حکومت او هغو دلو نه ېه پ دېبخ کې پلټنې کوي غوښتنه کوو چې دغه لاسونه بايد وپيژندل شي ، ايا د دغو پيښو تر شا د پاکستان لاسونه دي ؟ يا هغه سياسي مسايل چې په افغانستان کې پيښيږي او يا هغه څه چې زموږ ولسمشر د هندوستان سره ځان نژدې کړى دا ټول د دې سبب شوي او که نه دا د هغه تړون په غبرگون کې کيږي چې د امريکې د متحده ايالتونو سره لاسليک کيږي چې دوى غواړي زموږ پر ولسمشر فشار زيات کړي چې هغه لاس تړلى او بې وسلې شي او د دوى په خوښه کړنې ترسره کړي؟''

ځينو استازو ويل چې دا مهال د افغانستان سياسي نظام د گډوډېدو په حال کې دى، هغوى دغه څپ څپانده حالت نه يوازې د افغانستان په گټه نه بولي بلکې وايي که چېرې دغه لړۍ روانه پاتې کېږي نو ورسره، ورسره به دغلته لس کلنې لاس ته راوړنې هم په اوبو لاهو شي.

د ننگرهار ولايت استازى حاجي ظاهر قدير وايي چې د ولسي جرگې لپاره په کار دا دي چې د امنيت د ښه کولو په موخه بايد هلې ځلې زياتې شي.

هاشم وطن وال د ولسي جرگې په تېر پړاو کې هم د ارزگان د خلکو استازيتوب کاوه او په ديې وروستيو کې يې په ولسي جرگه کې د مرکزي تفتيش او پر قانون د نظارت د څار کميسيون مشري هم پر غاړه لرله.

هغه لوړې زده کړې کړې وې او تر دې وړاندې يې په پخواتنيو رژيمونو کې د کورنيو چارو مرستيال وزير ، او د دغه وزارت اداري ريس پاتي شوى و ، د لوگر او خوست په ولايتونو کې د ولايتي گوندي کميټو منشي او او د سيمه ييزو ادارو عمومي مشر هم پاتې شوى و ، هغه د افغانستان د خلق دد ډيموکراتيک گوند د مرکزي کميټې تر غوړيتوبه هم رسېدلى و .

نوموړي واده کړى و ، څلور لوڼې او درې زامن لري او په ولسي جرگه کې د دريمې پارلماني ليکې غړيتوب يې هم لاره . ښاغلى وطنوال په دوواړو پارلماني دورو کې يوازې پر يوې څوکۍ کيناسيده چې دا مهال يې څوکۍ تشه وه او پر ځاى يې د گلو يو اميل او د هغه عکس ايښودل شوى و .

ورته مطالب