د ډالر په مقابل کې افغانۍ ولې راولوېده؟

افغانۍ
Image caption د بانکي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانیو د ارزښت کموالی د افغانستان بانک پر شته تګلارې اچوي.

له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د اسعارو د راکړې ورکړې په بازارونو کې د افغانیو بيې رالوېدلې دي.

دا مهال شاوخوا ۴۸ افغانۍ یو ډالره کېږي چې همدا څو اوونۍ دمخه ۴۴ افغانۍ کېده.

افغان صرافان د افغانیو د ټیټېدو علتونه په کور د ننه یو شمېر روانې سیاسي او مالي ستونزې او له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل په ګوته کوي.

د افغانستان د ماليې وزارت د افغانیو ټیټېدل او جګېدل هومره د اندېښنې وړ نه بولي، خو د کابل صرافان وايي، د افغانستان بانک د افغانیو د بیو د ثابت ساتلو لپاره یو ډول نوي ګامونه پورته کړي دي.

له نن شاوخوا لس کاله وړاندې په افغانستان کې دوه ډوله افغانۍ کارول کېدې چې یوه یې د ازبک ملېشو پخواني قومندان جنرال دوستم او بله یې پخواني ولسمشر برهان الدین رباني چاپ او بازار ته وړاندې کړې وې، چې آن پنځه زریز او لس زریز نوټونه یې هم لرل.

خو د طالبانو د رژيم له نسکورېدو را وروسته په ۲۰۰۲ کال کې افغان انتقالي دولت نوې افغانۍ چاپ او بازار ته وړاندې کړې، او نژدې ټولې زړې افغانۍ یې وسوځولې.

دا هغه وخت وو چې یو ډالر په ۵۴ افغانیو پلورل کېده او یوه افغانۍ نژدې دوه کلدارې کېدې او د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې هم ښه دریځ درلود.

خو دغه بیه تر پایه ثابته پاتې نه شوه او کله به پورته او کله به ټيټه شوه، همدا څو اوونۍ د مخه یو ډالر په ۴۴ افغانیو ه تبادله کېده، خو له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهيسې د اسعارو په بازارونو کې د افغانیو بيې رالوېدلې دي.

په همدې څو ورځو کې د افغانستان د اسعارو د راکړې ورکړې په تر ټولو ستر مارکيټ شهزاده سرای کې یو ډالر ان په څه باندې ۴۹ افغانیو هم وپلورل شو.

د کابل د شهزاده سرای صرافان تر ډېره د پارلمان او قضايي ځواک ترمنځ روانه شخړه او له دندې د افغانستان بانک د مشر عبدالقدیر فطرت استعفی د افغانیو د لوېدو اصلي علتونه په ګوته کوي.

د کابل بانک څپ څپانده کېدل او له هېواد د بهرنیو ځواکونو وتل هم د افغانیو د ارزښت د ټېټېدو نور علتونه یادېږي.

صرافان وايي د همدغو علتونو له مخې، پر افغانیو د خلکو باور کمزوری کېږي او سوداګر بیا د افغانیو پېر او پلور ته په اسانۍ زړه نه ښه کوي.

د دې ترڅنګ د بانکي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانیو د ارزښت کموالی د افغانستان بانک پر شته تګلارې اچوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل بانک څپ څپانده کېدل او له هېواد د بهرنیو ځواکونو وتل هم د افغانیو د ارزښت د ټېټېدو نور علتونه یادېږي.

د پښتنې بانک مشر ګل مقصود ثابت وايي، د افغانستان بانک یوازې پر ډالرو تکیه کوي چې د افغانیو حالت هم مخامخ ورسره تړلی دی.

افغان حکومت بیا په بازارونو کې دافغانیو د بیوو ټیټیدل او جګیدل هومره د اندېښنې وړ نه بولي او دا یوه د اسعارو د راکړې ورکړې یو عادي بهیر بولي.

د ماليې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وايي دوی د اسعارو په بازارونو کې د افغانیو اوسنۍ بيې ساتل غواړي:

''زه په راتلونکو یوه دوه کلونو کې هېڅ اندېښنه نه لرم، د افغانیو ارزښت به د ډالرو پر وړاندې له ۵۰ افغانیو ښکته وي. دا چې کومه ورځ یوه افغانۍ دوه افغانۍ لاندې باندې کېږي، تر ۵۰ پورې په دې اړه موږ هېڅ اندېښنه نه لرو. دا عادي نرخ دی، اصلاً موږ د دې پلوي هم نه وو، چې د ډالرو پر وړاندې دې د افغانیو ارزښت له ۵۰ ډېر راکم شي. زه د ۴۵ پلوي هم نه وم، حتی ما ویل، چې موږ باید مداخله وکړ، چې نرخ ۴۶ ۴۷ ته پورته کړو ، زه یې د ۵۰ په شاوخوا کې پلوي وم او په همدې حالت کې باید د افغانیو نرخ وساتل شي''.

ښاغلي زاخیلوال چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې استازو ته غږېده په راتلونکي کې د افغانیو د بیو د ثابت ساتلو په تړاو د کومې مشخصې تګلارې یادونه ونه کړه.

Image caption د کابل د شهزاده سرای صرافان تر ډېره د پارلمان او قضايي ځواک ترمنځ روانه شخړه او له دندې د افغانستان بانک د مشر عبدالقدیر فطرت استعفی د افغانیو د لوېدو اصلي علتونه په ګوته کوي.

خو د کابل صرافان وايي اوس د افغانستان بانک په بازارونو کې د افغانیو بيو د ثابت ساتلو په موخه یو لړ نوي ګامونه اوچت کړي دي.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مشر امین جان خوستی وايي، د افغانستان بانک نژدې هره اوونۍ شاوخوا ا۷۰ میلیونه ډالر پر افغانیو بدلوي چې د افغانیو ارزښت وساتل شي.

ښاغلي خوستي وویل، د افغانیو له دومره څپ څپانده حالت سره سره، بیا هم دوی پر افغانیو خپل باور ساتلی او له کومې اندېښنې پرته یې راکړه ورکړه کوي.

ورته مطالب