عزیزي بانک: بانکي چارې په عادي حالت کې روانې دي

عزیزي بانک
Image caption عزیزي بانک شاوخوا پنځه کاله وړاندې تاسیس شوی دی

د عزیزي بانک د وضعیت په اړه، چې دافغانستان دوهم ستر خصوصي بانک دی، د ولسي جرګې دغړو ترمنځ نظرونه ویشلي دي.

د ولسي یو شمیر غړي وايي، چې غزیزي بانک هم د کابل بانک په څیر له سقوط سره مخ دی، خو یو شمیر نور بیا دغه ادعا د سیاسي موخو او شخصي خصومتونو انګیزه بولي.

په ورته وخت کې د عزیزي بانک چارواکي په دغه بانک کې هر ډول ستونزې ردوي او خپلو مشتریانو ته ډاډه ورکوي، چې د دغه بانک فعالیت د پخوا په څېر په عادي ډول روان دی.

د افغانستان د دویم ستر خصوصي بانک، عزیزي بانک په اړه وروسته له هغې اندیښنې راپورته شوې، چې د ولسي جرګې یو شمیر غړو پرون ادعا وکړه، چې داسې اسناد په لاس کې لري، چې ښیې غزیزي بانک هم د کابل بانک له برخلیک سره مخامخ دی.

دغه استازي ادعا کوي، چې عزیزي بانک ته په میلیونه ډالره دکابل او دوبۍ په ښارګوټو کې زیان اوښتي او په وینا یې که مخه یې ونه نیول شي، نو دغه بانک به هم د کابل بانک په څیر له بحران سره مخامخ شي.

خو نن د ولسې جرګې یو شمیر غړو دغه ادعا بې بنسټه وبلله او د جرګې له ادارې هییت څخه یې غوښتنه وکړه، چې دغه ډول استازو ته اجازه ورنه کړي، چې له اسنادو پرته په جرګه کې خپل شخصي نظرونه مطرح کړي.

په ولسي جرګه کې دکندهار استازی عبدالرحیم ایوبي وايي، چې له کره اسنادو پرته دې دغه ډول څرګندونې په جرګه کې نه کیږي.

په ورته وخت کې، دعزیزي بانک رییس او د دې بانک ونډوال میرویس عزیزي هوتک بي بي سي وویل، چې په دغه بانک لګول شوي تورونه سیاسي اړخ لري او په وینا یې هغه کسان،چې دغه ډول څرګندونې یې کړي، دغه بانک ته د زیان رسولو اراده لري.

عزیزي بانک شاوخوا پنځه کاله وړاندې تاسیس شوی دی. په ټوله کې د دې بانک وڼده وال د یوې کورنۍ غړي دي. میرویس عزیزي هوتک، همایو عزیزي دعزیزي هوتک ورور، فرهاد عزیزي د میرویس عزیزي ځوی او د میرویس هوتک پلار عبدالعزیز د دې بانک ونډه وال دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان پر پانکي سیستم وروسته له هغه باور په کمېدو شو، چې کابل بانک د فساد له کبله له دېوالي کېدا سره مخامخ شو.

علي اکبر ژوندی، چې په عزیزي بانک کې یې شاوخوا ۲۵ فیصده ونډه درلوده، نژدې درې میاشتې وړاندې په دې بانک خپله ونډه پای ته ورسوله.

د عزیزي بانک چارواکي وايي، چې دغه بانک شاوخوا پنځه سوه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده، چې له دې جملې څخه یې نژدې ۲۰۰ میلیونه ډالره په بیلا بیلو برخه کې پور ورکړی دی.

ورته مطالب