'د افغانستان په امنیت کې د ملاعمر او پاکستان رول اړین دی'

طالبان د انځور حقوق AFP
Image caption حبیب الله فوزي بي بي سي ته ویلي: ''په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د پاکستان رول ډېر مهم دی. پاکستان له طالبانو سره ښه اړيکي لري چې پر همدې بنسټ د پاکستان همکارۍ ته اړتیا ده.''

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په سعودي عربستان کې د هغه وخت سفیر ملا حبیب الله فوزي ویلي، د افغانستان په امنیت کې د پاکستان او ملامحمد عمر رول ضروري دی.

نوموړي دا هم ویلي، د پاکستان له ملاتړ پرته افغانستان کې امنیت نه شي راتلای او د سولې په خبرو کې باید ملاعمر ورګډ کړای شي.

د ښاغلي فوزي په وینا، د سولې په تړاو باید د خبرو زمینه پرانیستې وي

نوموړی وايي لوېديځ هېوادونه له طالبانو سره خبرې غواړي، او په وینا یې د طالبانو زور او ځواک یې منلی دی، چې له دې کبله له طالبانو سره د خبرو لپاره دا غوره زمینه ده.

د بي بي سي له اردو څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې حبیب الله فوزي ویلي، ''د افغانستان خلک له جګړې تر پزې راغلي او اوس تر ډېره پر ګاونډیو هېوادونو – په تېره بیا پاکستان- فشار راوړل کېږی چې د سولې په بهیر کې او د سولې په راوستو کې ریښتینې هڅې وکړي.''

هغه دا هم ویلي، ناامنۍ او تاوتریخوالی د پاکستان او پاکستان دواړو په ګټه نه دی، ''ددواړو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت دې جګړې ناوړه اغېز کړی. له دې کبله ددواړو هېوادنو همکاري د سیمې د امنیت لپاره ضروري ده. ''

حبیب الله فوزي بي بي سي ته ویلي: ''په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د پاکستان رول ډېر مهم دی. پاکستان له طالبانو سره ښه اړيکي لري چې پر همدې بنسټ د پاکستان همکارۍ ته اړتیا ده.''

ښاغلی فوزي چې د پاکستان او افغانستان د سولې د ګډ کمیسیون غړی دی، وايي دا مهال لوېديځوال د سولې پر خبرو ډېر ټینګار کوي او دې ته رسېدلي چې د زور له لارې د افغانستان مساله نه شي حل کېدای، بلکې له طالبانو سره باید د سولې ور پرانیستل شي.

حیبب الله فوزي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو چارو جګپوړی مامور و، د ملګرو ملتونو له خوا له تور لېسته د یو شمېر طالب مشرانو د ایستلو په تړاو وویل، ''دا هغه کسان دي چې اوس په جګړه کې ښکېل نه دي، هیله ده د هغو کسانو نومونه هم له تور لېسته وایستل شي، چې دا مهال په جګړه بوخت دي.''

نوموړي د افغانستان د سولې د عالي شوری له خوا له طالبانو سره د خبرو په اړه وویل، چې تر دې مهاله یواې اړیکي نیول شوي، او تر اوسه هېڅ مخامخ خبرې نه دي شوې.

د هغه په وینا، ''اوس دا هڅې روانې دي، چې طالبانو خبرو ته چمتو کړل شي.''

ورته مطالب