د احمد ولي کرزي د جنازې مراسم پای ته ورسېدل

د کرزي کورنۍ پلرنۍ هدیره د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption احمد ولي کرزی د کندهار په کرز پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپل کشر وژل شوي ورور احمد ولي کرزي د جنازې په مراسمو کې تر ګډون کولو وروسته پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ښاغلي کرزي وویل: ''د خپل ورور احمد ولي کرزي وژل کېدل هم لکه د نورو افغانانو د وژل کېدو په څېر دردوونکي دي. خو پردې سربېره چې طالبانو زما ورور وواژه، یوځل بیا پر طالبانو غږ کوم، چې راشي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.''

د احمد ولي کرزي جنازه په کندهار ښار کې ترسره شوه، خو مړی د کرز په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ولسمشر حامد کرزي د کشر ورور احمد ولي کرزي د جنازې مراسم، چې په سه شنبه په کندهار کې ووژل شو، په کندهار کې ترسره شول.

ددغو مراسمو لپاره، چې ولسمشر کرزی هم ورغلی، کورنیو او بهرنیو ځواکونو په کندهار کې کلک امنيتي چمتووالی نیول و.

د جنازې د نورو مراسمو لپاره د افغان حکومت ځینې نور مشران او مخورې څېرې هم د کندهار کرز سیمې ته، چې د کرزي پلرنۍ سیمه ده، ورغلې وې.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption تر احمد ولي کرزي مشر د هغه ورور، شاه ولي کرزی قومي مشر وټاکل شو.

په کابل کې د امریکا سفیر کارن ایکنبري ویلي، د احمد ولي کرزي مړینه د ولسمشر کرزي لپاره دا یوه دردوونکې پېښه ده، چې په وینا یې نوموړی یې ډېر مهم ملاتړی و.

متقاعد جنرال ایکنبري اټکل کړی، چې د احمد ولي کرزي په مړینه به د افغانستان په جنوب کې سیاستونه واوړي، خو هغه وویل اندېښنه پر دې ده چې په دغه اوښتون کې لوری سم روښانه نه دی:

''د احمد ولي کرزي مړینه به په کندهار کې د سیاستونو اوښتو ته لاره پرانیزي، خو په دې نه پوهېږو چې د نوو معادلو بڼه به څه وي، همدغه سیاستونه دي، چې په دې لومړي پړاو کې یې پوره روښانتیا نه شته. ''

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازۍ یوناما مشر سټيفن دیمیستورا هم د احمد ولي کرزي مړینه د افغانستان په دې حساس پړاو کې خورا مهمه او دردوونکې وبلله.

ښاغلي دیمستورا بي بي سي ته وویل، د وژل شوي کرزي اغېزه او ځواکمنتیا ته په پام سره به د هغه نشتوالی بې له شکه ژور احساس شي:

ناندریزه څېره

''راځئ چې رښتیا ووایو، تر ټولو لومړی دا چې هغه ډېر ځواکمن سړی و، هغه په ځانګړي ډول په کندهار او عموماً په ټوله جنوبي حوزه کې خورا پراخ نفوذ لاره، سربېره پر دې، په خپل ورور ولسمشر هم نفوذ درلود، دویم دا چې موږ ټول پوهېږو چې هغه یوه ناندریزه څېره وه، او ډېر ځله له بېلابېلو خواوو نه تورونه پرې لګېدلي دي. خو هرڅه چي وي، هغه ددې لپاره چې د افغانستان په جنوب کې یې د یوه دریځ دفاع کوله، ووژل شو. ددې ټکي درناوی په کار دی او طالبانو ددې وژنې ویاړ د ځان وباله؛ ځکه چې هغه د طالبانو په مخنیوي کې خورا اغېزمن و. ''

د کرزي وژونکی

احمد ولي کرزی د خپل مشر ساتونکي سردار محمد له خوا ووژل شو، چې ویل کېږي هغه له تېرو اوو کلونو راهیسې یې د کرزي ساتنه کوله.

په لومړیو کې هغه د کرز د امنيتي پوستې مسؤول و.

سردار محمد د کرز د سیمې اوسېدونکی او د سیمې د یوه ملا زوی و، چې تل به یې پر احمد ولي د خپل زوی سپارښتنه کوله.

هغه شاوخوا ۴۰ ساتونکي لرل، چې په دې وروستیو کې د کندهار ښار درې امنیتي پوستې هم ورسپارل شوې وې.

د انځور حقوق Getty
Image caption احمد ولي کرزی د خپل یوه مشر ساتونکي له خوا په ډزو ووژل شو.

د امریکا متحده ایالتونو ژمنه کړې چې له افغان چارواکو سره په ګډه به د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي د وژنې په اړه په پلټنه کې همکاري وکړي.

د سپنې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل، واشنګټن د احمد ولي کرزي وژنه غندي چې د خپل امنيتي مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.

احمد ولي کرزی د کندهار د ولایتي شوری رییس و.

د ښاغلي کرزي جنازې په جنازه کې د ګډون لپاره د هغه د ورور او ولسمشر حامد کرزي په ګډون، د کابینې غړي او جګپوړي افغان چارواکي کندهار ته ورغلي دي.

ورته مطالب