د احمد ولي کرزي ژوندلیک

احمد ولي کرزی د انځور حقوق Reuters
Image caption ۵۰ کلن احمد ولي کرزی په ۱۹۶۱ کې د کندهار ولایت په کرز سیمه کې زیږېدلی، نوموړی د ولسمشر حامد کرزي په ګډون شپږ وروڼه او یوه خور لري.

د افغانستان د سوېلي ولايت کندهار د ولايتي شوری د مشر او د افغان ولسمشر د ورور احمد ولي کرزي په اړه چې نن د خپل يو ساتونکي له خوا ووژل شو نظرونه سره وېشلي دي، ځينې د هغه شتون په کندهار کې که د دغه ولايت د امنيت او ټيکاو لپاره گټور باله، خو د هغه مخالفين هم لږ نه دي چې پر هغه بېلابېل تورونه تپي.

دغه ډله خلک وايي که له يوې خوا احمدولي کرزى د نشه يي توکو په قاچاقو کې ښکېل و ، نو له بله لورې دغلته يې د ناامنيو په زياتېدونکو پېښو کې هم گرم باله.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي پخپل رالېږلي راپور کې د هغه د ژوند بېلابېلو اړخونو ته کتنه کړې.

د افغان ولسمشر ناسکه ورور او د کندهار د ولايتي شوری مشر احمد ولي کرزى دوژل کېدو پر مهال ۵۰ کلن و ، هغه خپلې زده کړې د کابل په حبيبيې ليسه کې پاى ته رسولې وې پنځه ماشومان لري چې دوه زامن او درې يې لوڼې دي تر ټولو کشرى زوى يې شاوخوا يوه مياشت مخکې کې زيږېدلى دى .

نوموړى د امريکا په متحده ايالتونو کې تر اته کلنې مېشتېدنې وروسته هغه مهال افغانستان ته راستون شو چې د ظالبانو واکمني نسکوره شوه.

نوموړى د ولايتي شورا گانو تر جوړيدزو وروسته بيا تر دې مهاله د کندهار د ولايتي شورا مشر و ، د احمد ولي کرزي د پلويانو په باور هغه يوه ولسي او منلي څيره او د کندهار د خلکو د حقونو خوندي کونکى و.

دغه کسان په دې باور دي چې د افغانستان په سويل کې د هغه نفوذ کولاى شوه چې له وسله والو مخالفانو سره د جوړ جاړي د بهير په ترڅ کې گټور گامونه پورته کړي چې تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کيښودل شي.

د کندهار د ولايتي شورا مرستيال اغا لالى وايي چې نوموړى يو لوړ شخصيت و چې تل يې د خلکو د سوکالى لپاره هڅه کوله.

خو په ټوله کې احمد ولي کرزى په افغانستان کې يوه لانجمنه سياسي څيره بلل کيده ، امريکايي ورځپاڼې نيويارک تايمز پر هغه داسې گڼ تورونه پورې کړي وه چې گواکې احمد ولي کرزى د نشه يي توکو په قاچاقو کې لاس لري ، خو هغه دا تورونه په کلکه دد کړي وو.

د کندهار يو شمير اوسيدونکو پر هغه تور لگاوه چې گواکې يوازې خپل ټبر يعنې پوپلدزيو ته کار کوي او نور قامونه يې له امتيازاتو بې برخې کړيدي ، په ولسي جرگه کې د کندهار د خلکو استازى محمد نعيم حميدزى لالى همدغه خبره کوي.

تر وړاندې هم پر احمد ولي کرزى درې ځلې مرگوني بريدونه شوي وو خو نوموړى ترې ژوندى وتلى و ، د ۲۰۰۹ ميلادي کال د مۍ په مياشت کې د هغه د گاډو کتار چې د کندهاره د کابل پر لورې روان و د توغنديو او سپکو وسلو تر بريد لاندې راغى چې په ترڅ کې يې د هغه يو ساتونکى ووژل شو.

دارنگه په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې هم پر هغې غونډې ځواکمن بمي بريد شوى و چې احمد ولي کرزي په کې گډون درلود، همدا راز په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې هم د هغه په کور کې يوه چاودنه شوې وه، خو وروسته ويل شوي وو چې د چاودنې لامل د هغه په کور کې د ځينو چاودېدونکو توکو شته والى و .

ورته مطالب