زرداري په کابل کې له کرزي سره پر دوه اړخیزه مهمو مسایلو وغږېد

ښاغلی زرداري او کرزی
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې راغلي، ''د دواړو ولسمشرانو په لیدنه کې به ولسمشر زرداري پاکستان ته د اورپکو د اوښتو خبره له افغان ولسمشر سره یاده کړي. ''

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ولسمشر اصف علي زرداري له ولسمشر حامد کرزي سره د دوه اړخیزه سیمه ییزو او نړیوالو مهمو موضوعاتو پر سر د خبرو لپاره کابل ته تللی.

له ارګه په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې د دواړو ولسمشرانو په ناسته کې د پاکتنسان د دفاع، کورنیو چارو وزیران او همدارنګه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکاران هم موجود ول.

دواړو ولسمشرانو د سیمه ییزې همکارۍ، اقتصادي پراختیا و د ترهګرۍ پرضد مبارزه خبرې وکړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ترانزیتي موضوع ګانو هم خبرې وشوې، او زرداري ژمنه وکړه، چې اسلام اباد ته تر رسېدا وروسته به سم لاسي د افغانستان ترانزيتي مالونو ته اجازه ورکړي.

زرداري ولسمشر کرزي ته د هغه د وژل شوي ورور احمد ولي کرزي دعا هم وکړه.

احمد ولي کرزی د روانۍ جولای پر ۱۲مه په کندهار کې په خپل کور د هغه د مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.

د هغه د وژل کېدو پړه وسله والو طالبانو پرغاړه واخیسته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې راغلي، ''د دواړو ولسمشرانو په لیدنه کې به ولسمشر زرداري پاکستان ته د اورپکو د اوښتو خبره له افغان ولسمشر سره یاده کړي. ''

د پاکستان پوځ ادعا لري چې له افغان پولې پاکستان ته سلګونه اورپکي اوښتي، او هلته یې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې لږترلږه ۵۰ پاکستاني ساتونکي په کې وژل شوي.

زرداري داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختيځ کونړ او ننګرهار ولایتونو راکټي بریدونه شوي، چې تر ۲۰ ډېر ولسي وګړي په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د روانۍ میاشتې په لومړیو کې د افغانستان، پاکستان او امریکا ځینې جګپوړي پوځي چارواکي د پاکستان په شمال لوېديځ کې سره جرګه شول، چې پر پوله د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو او بریدونو پر سر وغږېږي.

د پاکستان د پوځي ویاند تورن جنرال اطهر عباس ویلي، پاکستاني طالبان د دغه هېواد پرضد له افغان خاورې بریدونه طرحه کوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو دوه جګپوړي جنګي قومندانان ملوي فقیر محمد او مولانا فضل الله دا مهال د افغانستان له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه کوي.

خو افغان چارواکي بیا د پاکستان دا ادعا په کلکه ردوي.

د کونړ والي فضل الله واحدي له اسلام اباده غوښتي چې د پاکستاني طالبانو په اړه اسختباراتي معلومات ورسره شریک کړي.

ورته مطالب