هند او پاکستان اگست کې دفټ بال سيالۍ کوي

د هندوستان او پاکستان د فټ بال ټيمونه به د اگست په مياشت کې انگلستان کې د دريو لوبو سياليو کې برخه اخلي.

د ميچونو دا لړۍ به د اگست په ٢٥ پيليږي.

د هندوستان د فټ بال فدراسون وايي چې دا سيالۍ به د پاکستان او هندوستان هغه مهاجرو وگړو ته چې په انگلستان کې ميشت دي د خپلو هېوادو د ټيمونو د لوبې کتلو فرصت ورکړي.

دا ميچنونه به د د مانچسټر، کونټري ا و لندن په ښارو کې ترسره کيږي.

هندوستان او پاکستان چې خپلو کې ډير ه سيالي لري، وړاندې ېې پۀ کرکټ او هاکي کې ډيرې لوبې کړي ، چې په ځانگړې توگه د د واړو هېوادو د کرکټ لوبې تل د دواړو خواو څخه ډير مينه وال لري.

دا به په تيرو نزدې شپږو کالو کې لومړى ځل وي چې د هندوستان او پاکستان د فټ بال ټيمونه خپلو کې سره لوبيږي. د دوى ترمنځ وروستۍ سيالي په په ٢٠٠٥ کال کې ترسره شوې وه.