د مرستو بندېدو د واشنګټن او اسلام اباد اړيکي ترینګلي کړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ستراتيژيک حالت په بدلون کې يوازې پاکستان او امريکا نۀ، بلکې څلور هېوادونه ښکېل دي يعنې چين او هند هم په کې شامل دى.

د اوباما د حکومت دا پرېکړه چې پاکستان سره د پوځي مرستو يوه برخه ځنډوي، د اسلام اباد او واشنگټن ترمنځ اړيکي يوې نوې کچې ته راټيټ کړي.

که څه هم دا اړيکي له وړاندې ترينگلي وو، اوس داسې ښکاري چې لاپسې په خرابېدو دي.

ډېر په دې لړ کې د اسامه بن لادن پر پټن ځای بريد او د ناندريزه بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې زياتوالى د بېلگې په توگه يادوي، چې د همدې بريدونو ډېره برخه خپله د پاکستان له خاورې ترسره کېږي.

په پاکستان کې ځينې جگپوړي پوځي قوماندانان او د امريکا د کانگرس (ولسي جرگې) ځينې بانفوذه غړي دا پوښتنه راپورته کوي چې دوړاه هېوادونه د واشنگټن او اسلام اباد ترمنځ له نژدې اړيکو څه ترلاسه کوي؟

په نژدې راتلونکې کې ددې امکان کم دى چې دا اړيکي په بشپړ ډول خرابې شي.

خو د ستراتيژيکو عواملو په برخه کې، چې د سپتمبر له بريدونو وروسته د هغوی په اړيکو کې يې اساسي رول درلود، بدلون راځي.

امريکا د ترهګرۍ پر ضد د خپلې جگړې کچه راکموي. ددې د توجه مرکز په تدريجي ډول بدلېږي او د اوباما اداره هيله لري چې له افغانستان څخه به د خپلو پوځيانو يوه لويه برخه راوباسي. نو پۀ دې بنسټ د پاکستان له خاورې مهمې اکمالاتي لارې ته به نوره اړتيا نۀ وي.

بل خوا، پاکستان دې ته لېواله دى چې په افغانستان کې د خپلې اوږدې مودې گټې خوندي وساتي او له کابل سره د هندوستان په اړيکو شک کوي.

د ستراتيژيک حالت په بدلون کې يوازې پاکستان او امريکا نۀ، بلکې څلور هېوادونه ښکېل دي يعنې چين او هند هم په کې شامل دى.

د چين او پاکستان ترمنځ دفاعي اړيکي مخ په پراخېدو دي، نو ايا دا له امريکا سره د اړيکو ځاى نيولاى شي؟ د اوس لپاره ددې ځواب "نه" دى، خو دې حقيقت ته پۀ پام سره چې اوس دا پوښتنه راپورته کېږي، دا ددې څرګندويي کوي چې په ستراتيژيکو چاروو کې بدلونونه راروان دي.